د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره بيړه نه لروو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105684-د_طالبانو_په_رسميت_پېژندلو_لپاره_بيړه_نه_لروو
د روسيې خارجه وزير دې ته په اشارې سره چې ماسکو د افغانستان د رسمي حکومت په توګه منلو لپاره لا څخه پروګرام نه لري، وويل: روسيه په دغه هېواد کښې د لويديځ د اقداماتو په وجه د بحرانونو ذمه واره نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2021 08:54 Asia/Kabul
  • د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره بيړه نه لروو

د روسيې خارجه وزير دې ته په اشارې سره چې ماسکو د افغانستان د رسمي حکومت په توګه منلو لپاره لا څخه پروګرام نه لري، وويل: روسيه په دغه هېواد کښې د لويديځ د اقداماتو په وجه د بحرانونو ذمه واره نه ده.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت له شروع کېدو څخه يوې مودې په تېرېدو سره د روسيې خارجه وزير وويل: د دغه حکومت د منلو لپاره څه بيړه نه لروو.

لاوروف د دې په بيانولو سره چې ماسکو به په خپلو وعدو باندې د طالبانو د عمل کولوڅه رنګوالے په نظر کښې ولري، واضحه کړه، روسيه به په افغانستان کښې د لويديځ د اقداماتو په وجه د مهاجرت د احتمالي بحرانونو ذمه واره نه وي.

د کرېملېن ماڼۍ وياند ديميتري پسکوف له دې مخکې افغانستانه روسيې ته د ترهه ګرو د نفوذ او د نشه ايزو مواد د قاچاق له احتمال څخه د اندېښنې په څرګندولو سره  ويلي وو، په اوس حال کښې له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره څه پروګرام نه لري.