لاوروف:
د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره بيړه نه لروو
د روسيې خارجه وزير دې ته په اشارې سره چې ماسکو د افغانستان د رسمي حکومت په توګه منلو لپاره لا څخه پروګرام نه لري، وويل: روسيه په دغه هېواد کښې د لويديځ د اقداماتو په وجه د بحرانونو ذمه واره نه ده.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت له شروع کېدو څخه يوې مودې په تېرېدو سره د روسيې خارجه وزير وويل: د دغه حکومت د منلو لپاره څه بيړه نه لروو.
لاوروف د دې په بيانولو سره چې ماسکو به په خپلو وعدو باندې د طالبانو د عمل کولوڅه رنګوالے په نظر کښې ولري، واضحه کړه، روسيه به په افغانستان کښې د لويديځ د اقداماتو په وجه د مهاجرت د احتمالي بحرانونو ذمه واره نه وي.
د کرېملېن ماڼۍ وياند ديميتري پسکوف له دې مخکې افغانستانه روسيې ته د ترهه ګرو د نفوذ او د نشه ايزو مواد د قاچاق له احتمال څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي وو، په اوس حال کښې له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره څه پروګرام نه لري.