د ایران خارجه وزیر نیویارک ته ورسیده
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په شپږاویایمې غونډې کښې د ګډون په موخه نیویارک ښار ته تلی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په شپږاویایمې غونډې کښې د ګډون په موخه نیویارک ښار ته تلی دی
حسین امیر عبداللهیان نیویارک ته د رسیدو په وخت په ملګرو ملتو کښې د ایران د دائمي استازي مجید تخت روانچي له هرکلي سره مخامخ شو.
د اسلامي ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو د برخې سرپرست رضا نجفي، د دغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده او د خارجه وزیر د دفتر عمومي منشي اسحاق آل حبیب په دغه سفر کښې د امیر عبداللهیان ملګرتیا کوي.
خطیب زاده ویلي چې په نیویارک کښې د پاتې کیدو په موده کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لپاره د مختلفو هیوادونو له خارجه وزیرانو او هم د ملګرو ملتو د سرمنشي په شمول د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او نورو کسانو سره په دوه اړخیزه توګه تقریباً ۴۵ ملاقاتونه پلان شوي دي.
امیر عبداللهیان به هم داشن په امریکې کښې له استوګنو خبریالانو او محققانو سره هم یولړ غونډې ولري.
د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۶ غونډه د ستمبر له ۱۴ نیټې څخه پیل شوې ده او د مشرانو غونډه یې هم سر له نن څخه د یوې اونۍ په موده ترسره کیږي.