د ترکیې ولسمشر د افغانستان د طالبانو لپاره شرط ټاکلی
ایسنا خبري اژانس وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابل د هوايي ډګر د ساتلو لپاره له طالبانو ډلې سره ملګرتیا کول په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړیدا سره مشروطه کړل .
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه شرط په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی و دغه ډله د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د ترکیې د ځواکونو د شتون لپاره هیڅ ګروهنه نلري .
د طالبانو ویاند ویلي دي په افغانستان کښې د ترکیې د عسکرو د شتون د نه منلو دلیل د خارجي ځواکونو په هکله د افغانستان د خلکو بدبینۍ ده او دغه کار د کابل او د انکارا په اړیکو کښې د تاوتریخوالي سبب کیدلای شي .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې هم د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې ویلي وو چې د افغانستان کابینه پراخ بنسټه نه ده او د ټولو قومونو او ډلو نمایندګۍ نه کوي .