دیرشو هیوادونو د امریکا د بندیزونو پرضد بیانیه خپره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106346-دیرشو_هیوادونو_د_امریکا_د_بندیزونو_پرضد_بیانیه_خپره_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د دنیا دیرشو (۳۰) هیوادونو په ګډې بیانیې کښې د پراختیا په حال کښې د هیوادونو پرضد د بایکاټونو په شمول په یواړخیزه غصه ناکو اقداماتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل دغه اقدامات د ملګروملتونو د منشور ، د څواړخیزه پالنې ، نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو د اصولو پرخلاف دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 01, 2021 05:38 Asia/Kabul
  • دیرشو هیوادونو د امریکا د بندیزونو پرضد بیانیه خپره کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د دنیا دیرشو (۳۰) هیوادونو په ګډې بیانیې کښې د پراختیا په حال کښې د هیوادونو پرضد د بایکاټونو په شمول په یواړخیزه غصه ناکو اقداماتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل دغه اقدامات د ملګروملتونو د منشور ، د څواړخیزه پالنې ، نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو د اصولو پرخلاف دي .

د پراختیا په حال کښې د هیوادونو پرضد د بایکاټونو په شمول د یواړخیزه قهري اقداماتو د غوره کولو په غندلو کښې د  ایران د چین ، د روسیې ، سوریې ، فلسطین ، بیلاروس ، پاکستان ، مصر ، وینزویلا او بولیویا په شمول د دیرشو (۳۰) هیوادونو ګډه بیانیه د چین استازي پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دریمې (۳) کمیټۍ کښې ولوستله .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي په داسې شرایطو کښې چې د کورونا ویروس د ډیرو هیوادونو په تیره بیا د پراختیا په حال کښې د هیوادونو اقتصادي او ټولنیزه وده تر اغیز لاندې وروستلي ده ټول غړي هیوادونه باید د نړیوال اقدام له لارې او د وحدت ، پیوستون او نړیوالې ملګرتیا پراساس له دغه  ساري ناروغۍ سره د مقابلې کولو لپاره اقدام وکړي .

د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونو چې په اساسي شیانو او حتی  په  درملو او طبي تجهیزاتو یې لګولي دي د امریکا تر بایکاټ لاندې د هیوادونو د خلکو په تیره بیا د کورونا د مریضانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي .