د دغه انجلۍ له سترګو د اوښکو په ځاې شګې بهیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی انسان چې کله جذباتي او احساساتي کیږي نو له سترګو یې اوښکې بهیږي چې دا یوه (۱) عادي چاره ده او اوښکې یوازې او یوازې اوبه وي .
خو د هندوستان په یوه (۱) کلي کښې داسې انجلۍ شته چې له سترګو یې اوښکې د اوبو په شکل کښې نه بلګې د شګو په بڼه کښې بهیږي .
د هندوستان د دغه جینۍ د کورنۍ غړیو ویلي دي چې د هغې له سترګو څخه د اوښکو پرځاې شګې د لومړي ځل لپاره د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټې راووتلې او هغه تراوسه هره ورځ په ژاړیدا سره له لسو (۱۰) څخه تر پینځلسو (۱۵) پورې شګې له سترګو غورځوي .
د هندوستان د دغه انجلۍ د کورنیو غړیو وویل چې دوې له تیرې میاشتې راهسې د جینۍ له سترګو څخه غورځیدونکي اویا (۷۰) شګې ټولې کړي دي او ځان سره یې کیښودلي دي .
بلې خوا د هندوستان د سترګو ډاکټرانو ویلي دي د انجلۍ له سترګو څخه د اوښکو په ځاې د شګو بهیدل کوم سائینسي تحقیق او اساس نلري .
د هندوستان ډاکټرانو زیاته کړه دغه انجلۍ په خپلو سترګو کښې شګې اچوي او بیا یې د اوښکو په شان له سترګو تویوي چې د خلکو پام ځان ته جلب کړي .
د هندوستان د سترګو ډاکټرانو وویل دغه خبره هم امکان لري چې څوک د انجلۍ په سترګو کښې شګې اچوي .