د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو پر افغانستان خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106518-د_روسیې_او_تاجیکستان_ولسمشرانو_پر_افغانستان_خبرې_وکړې
وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی، تاجکستان پرې نیوکې زیاتې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2021 03:15 Asia/Kabul
  •  د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو پر افغانستان خبرې وکړې

وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی، تاجکستان پرې نیوکې زیاتې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجیک ساري امام علي رحمان سره د افغانستان په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د کریملین مطبوعاتي دفتر وویل د دوو هیوادونو مشرانو د افغانستان پر وروستیو تحولاتو د خبرو ترڅنګ په دې موافقه وکړه چې د افغانستان په اړه به له یو بل سره خبرو ته دوام ورکوي.

وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی، تاجکستان پرې نیوکې زیاتې کړي دي.

د تاجکستان ولسمشر وايي چې له طالبانو څخه د افغانستان په حکومت کې اقلیتونو په تېره بیا تاجکانو ته د حق غوښتونکی دی.

تاجیکستان د ملي مقاومت جبهې مشرانو او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرا... صالح ته پناه ورکړې ده.

د چارو کتونکي وايي، امام علي رحمان د افغان تاجکانو د ملاتړ په وسیله غواړي چې تر ډېره د خپلو هیوادوالو ملاتړ خپل کړي.