پاکستان کښې د امریکا نوی سفیر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107134-پاکستان_کښې_د_امریکا_نوی_سفیر_وټاکل_شو
زمونږ خبریال وايي د امریکا سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر جوبایډن د مینځني ختیځ د چارو کارپيژاند ډونالډ ارمین بلوم په پاکستان کښې د نوي سفیر په توګه وټاکله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2021 11:56 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د امریکا نوی سفیر وټاکل شو

زمونږ خبریال وايي د امریکا سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر جوبایډن د مینځني ختیځ د چارو کارپيژاند ډونالډ ارمین بلوم په پاکستان کښې د نوي سفیر په توګه وټاکله .

ډونالډ ارمین بلوم چې په خارجه وزارت کښې یې کار ترسره کړی دی همدا اوس په تیونس کښې د امریکا سفیر دی .

ډونالډ ارمین بلوم له دې مخکې په تیونس کښې د لیبیا د خارجي دفتر شارډ افیرز ،  په بیت المقدس کښې د امریکا په کنسولګرۍ کښې کونسل جنرال او د امریکا په خارجه وزارت کښې د عربو د چارو د دفتر مشر پاتی شوی دی .

ډونالډ ارمین بلوم دغه راز په کابل کښې د امریکا په سفارت کښې د سیاسي چارو کونسلر او په مصر کښې د امریکا په سفارت کښې د سیاسي او د اقتصادي چارو مسول هم پاتی شوی دی .

په پاکستان کښې د امریکا نوی سفیر په عربۍ ژبې هم خبرې کولای شي .

راپورونه وايي چې په پاکستان کښې د امریکا  سفارت هڅه کوي په اسلام اباد کښې د چین د زیاتیدونکي اقتصادي او د سیاسي نفوذ په محدود کولو کښې مهم رول ولوبوي .