ایران په پټ ډول یورانیم نه پخوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107212-ایران_په_پټ_ډول_یورانیم_نه_پخوي
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په یوې (۱)مرکې کښې وویل د ایران لخوا په پټ ډول د یورانیمو د پخولو په هکله هیڅ ثبوت نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2021 11:54 Asia/Kabul
  • ایران په پټ ډول یورانیم نه پخوي

فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په یوې (۱)مرکې کښې وویل د ایران لخوا په پټ ډول د یورانیمو د پخولو په هکله هیڅ ثبوت نشته .

رافائیل ګروسي چې نن سهار یې له« اسټیمسون »مرکز سره مرکه کوله وویل له دې سره په یووخت داسې نښې نښانې چې په ایران کښې په پټ ډول د یورانیمو پخول ترسره کیږي نشته  مونږ په هغو ټولو ځایونو چې یورانیم پکښې پخیږي غور کوو .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي له ایران سره خبرې ډیرې چیلنج رامینځته کونکي وبللې او ټینګار یې وکړ دغه خبرې د اختلافاتو د ختمولو لپاره یوازنۍ لاره ده .

رافائیل ګروسي پرون له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې زر به د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته لاړ شم وویل راتلونکي څو اونۍ د دغه خبرې په ټاکلو کښې چې ایا د ویانا خبرې اترې د اټومي تړون د احیا لپاره له سره پیلیږي برخلیک ټاکونکي دي .