ایران په پټ ډول یورانیم نه پخوي
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په یوې (۱)مرکې کښې وویل د ایران لخوا په پټ ډول د یورانیمو د پخولو په هکله هیڅ ثبوت نشته .
رافائیل ګروسي چې نن سهار یې له« اسټیمسون »مرکز سره مرکه کوله وویل له دې سره په یووخت داسې نښې نښانې چې په ایران کښې په پټ ډول د یورانیمو پخول ترسره کیږي نشته مونږ په هغو ټولو ځایونو چې یورانیم پکښې پخیږي غور کوو .
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي له ایران سره خبرې ډیرې چیلنج رامینځته کونکي وبللې او ټینګار یې وکړ دغه خبرې د اختلافاتو د ختمولو لپاره یوازنۍ لاره ده .
رافائیل ګروسي پرون له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې زر به د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته لاړ شم وویل راتلونکي څو اونۍ د دغه خبرې په ټاکلو کښې چې ایا د ویانا خبرې اترې د اټومي تړون د احیا لپاره له سره پیلیږي برخلیک ټاکونکي دي .