د هندوستان ښاریز میرمنه په مار سره ووژله
Oct 23, 2021 08:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوه (۱) سړي له دوهمې (۲) ښځې سره د واده کولو لپاره د خپلې لومړۍ(۱) میرمنې د وژلو لپاره مار په کرایې واخیست او هغه یې د مار په وسیله په چیچلو سره ووژله .
د هندوستان رسنیو وویل د دغه سړي هدف د لومړنۍ میرمنې د زیوراتو او د سرو زرو ترلاسه کول او له بلې میرمنې سره واده کول و .
دغه خبره په اوریدو سره عجیبه ښکاري خو یو(۱) حقیقت دی چې د هندوستان په کیراله صوبې کښې په «کولم »سیمه کښې دغه سړي د خپلې لومړۍ میرمنې د وژلو لپاره له مار څخه کار واخیست .
ویل کیږي چې دغه پیښه په تیر میلادي کال کښې شوه خو د پولیسو پلټونکو د میرمنې د وژل کیدا د سندونو د موندلو لپاره یو(۱) کال وخت مصرف کړ .
ټیګونه