دغه میرمنې په اویا کلنۍ کښې ماشوم زیږولی دی
Oct 23, 2021 09:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په ګجرات صوبې کښې اویا (۷۰) کلنې میرمنې د انویټرو فرټیلایزیشن (In vitro fertilisation) په وسیله یو (۱)ماشوم زیږولی دی .
د هندوستان رسنیو وویل دغه اویا (۷۰) کلنه میرمن د بچیانو له نعمت څخه محرومه وه .
د هندوستان دغه میرمنې او خاوند یې په بوډاتوب کښې ډاکټر ته مراجعه وکړه او د ماشوم د زیږولو خواهش یې وکړ .
ډاکټر د میرمنې د عمر په وجه زړه نه زړه و خو وروسته د ايي وي ایف (In vitro fertilisation) لپاره راضي شو .
د هندوستان ډاکټر نریش بهانو شالي وویل د دغه اویا(۷۰) کلنې میرمنې زیږیدلی ماشوم بالکل روغ رمټ او سالم دی او د مور طبعیت یې هم ښه دی .
ټیګونه