ورځپاڼو ته کتنه ۳-۸-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
د تهران چاپ نننيو ټولو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د نظام د يو شمېر چارواکو او په اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس کښې د ګډون کؤنکو مېلمنو په کتنه کښې د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي چې له دغو ورځپاڼو څخه به جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو چې ليکي د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په خپله وېنا کښې د مسلمانانو اتحاد او يووالے يوه پرېکنده قرآني فريضه او حکم وبلۀ او زياته يې کړه، اسلامي وحدت يوه اصولي چاره ده نه يوه تاکتيکي او خاصو حالاتو سره مخصوصه چاره. او دغه ملګرتيا د مسلمانانود مضبوطېدو سبب کيږي چې له غېر اسلامي هېوادونو سره د روابطو لپاره هم په ډکو لاسو تعلقاتو ته داخل شي.
دوي د وحدت په مسئله بيا بيا تاکيدونو وجه د مذهبونو ترمېنځ زياتې فاصلې او د دغو فاصلو د زياتولو لپاره د دښمنانو سختې هلې ځلې وبللې او وې فرمايل: نن د شيعه او سني کلمه د امريکنيانو په سياسي ادبياتو کښې هم داخله شوې ده په داسې حال کښې چې هغوي د اسلام له اصل سره مخالف او دښمنان دي.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د نوي اسلامي تمدن د رامنځته کولو د مهم هدف عملي کېدل د سني او شيعه مسلمانانو په اتحاد سره ممکن وبلل او وې فرمايل: د مسلمانانو د اتحاد لپاره اصلي موضوع د فلسطين قضيه ده او د فلسطينيانود حقوقو د حاصلولو لپاره چې هر څومره په زيات جديت سره کوشش اوشي اسلامي اتحاد مضبوطيږي. معظم رهبر له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو جوړول يوه لويه ګناه او غټه غلطي په بللو سره له هغو حکومتونو چې له دغه غاصب رژيم سره يې تعلقات جوړ کړي دي پکار دے له خپل دغه سياسته راستانۀ شي او د خپلو غلطيو تلافي وکړي.
د ورځپاڼې له مخې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د وحدت او يووالي په موضوع کلني کانفرنسونه او غونډې کافي ونه بللې او زياته يې کړه په دې اړه پکار دے په دائمي توګه بحثونه، بيانونه، هڅونې، پلانونه او د کار وېش اوشي او د نمونې په توګه د افغانستان په همدغې قضيه کښې له پېښو څخه د مخنيوي لپاره يوه لار په جوماتونو او مرکزونو کښې د دغه هېواد د اوسنيو محترمو او قدرمنو چارواکو شتون او يا په ګډو غونډو کښې ګډون ته د سني وروڼو هڅول دي.
----------
د تهران چاپ د نورو ورځپاڼو په شان کېهان ورځپاڼې هم د معظم رهبر د وېنا تر څنګه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر وېنا راخېستې ده.
ورځپاڼه ليکي سيد ابراهيم رئيسي د وحدت کانفرنس د ګډون کونکو میلمنو او یوشمیر مسولانو په کتنه کښې په خپله وینا کښې د نبی مکرم ص وجود د بشریت لپاره تر ټولو ستر نعمت او د بدلون څوکه وبلله او وې ویل امام خمینی رح هم له رسول الله مبارک (ص) څخه په بیروۍ او په خداے پاک باندې په توکل او په خلقو په تکیې سره پاڅون وکړ او نن هم د انقلاب د دويم ګام سند د خلقو درستو اړتیاو ته ځواب او د هیواد په ټولو برخو کې د بدلون لارښونه کوي.
رئیسي د ایران بهرنی سیاست له دنیا په تیره بیا ګاونډیانو سره تعامل دے . رییسی همدارنګ وویل د هیواد اقتصاد له ایټمی خبرو اترو سره نه تړو . هغه زياته کړه په هغه څه چی ژمنه مو کړې ده پابنده یوو ، خو امریکه او اروپا د فیصلې کولو له کړکیچ سره مخامخ دي .
------
د تهران چاپ بلې ورځپاڼې اطلاعات بيا د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر له قوله وليکل: صهيونېسټ رژيم دې د ايران د غاښ ماتؤنکي ځواب د زيانونو د بيا رغونې لپاره د بودجې برابرولو په فکر کښې اوسي.
د ورځپاڼې له مخې علي شمخاني د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم د ګواښونو او د خپلو غليمانه اقداماتو لپاره د بودجې د تصويبولو د ادعا په ردعمل کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل صهيونېسټ رژيم دې د ايران په خلاف د شرارت لپاره د يونيم ميليارډ ډالري بودجې د بيلولو په ځاے پکار دے د ايران د غاښ ماتؤنکي ځواب په نتيجه کښې د رامنځته شويو تاوانونواو زيانونو د بيارغونې لپاره د لسګونو زرو ميليارډ ډالرو د برابرولو په فکر کښې اوسي.
---------
اوس به راوګرځو د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته او د هغو له مېنځه به د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې ته يوه کتنه وکړوو.
نن د پاکستان د اکثرو ورځپاڼو په شان جنګ ورځپاڼې هم په خپله غټه سُرخۍ کښې وليکل: د پاکستان کرکټ ټيم د هند په کرکټ ټيم باندې تاريخي فتح حاصله کړه، په دې موقع د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او ولسمشر ډاکټر عارف علوي په شمول د مختلفو حکومتي او سياسي چارواکو لخوا د پاکستان کرکټ ټيم ته د مبارکۍ ترڅنګه د پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په مختلفو ښارونو او کليو کښې خلقو په دغه برياليتوب جشنونه او خوشحالۍ وکړې او شېرينيانې يې ووېشلې.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال استعفاء ورکړه. د هغه استعفي په داسې حال کښې وه چې نن د دغې صوبې په پارلېماان کښې د اپوزيشن لخوا د هغه په خلاف د عدم اعتماد د تحريک وړاندې کولو فېصله کېدونکې وه خو هغه يوه ورځ مخکې خپله استعفاء ددغې صوبې ګورنر ته ولېږله او هغه هم منظوره کړه.
----------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل: د پاکستان تحريک لبيک چې د خپل مشر له جېله د آزادېدو او نورو غوښتنو لپاره د اسلام آباد لوري ته کوم لاريون شروع کړے ؤ د دغه هېواد کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد له قوله د دغه تحريک له چارواکو سره له کاميابو خبرو اترو او د هغوي د غوښتنو له منلو وروسته لاريون کؤنکو په مريدکے ښار کښې لاريون اودرولو او د خپلو مطالبو تر منلو پورې يې د اسلام آباد لوري ته خپل لاريون تر نن ورځې پورې وځنډوۀ.
د ورځپاڼې د يو بر خبر له مخې په پاړه چنار ضلعې په پېواړ سيمه کښې د ونو د پرې کولو په مسئله د دوو قبيلو ترمېنځ په جنګ کښې اته تنه مړۀ او پينځلس زخميان شوي دي. د پوليسو د وېنا له مخې د ډزبندۍ لپاره کوششونه شروع شوي دي او نوي خبر له مخې د مړو شمېر يولس او زخميان اولس تنه دي او د ډزبندۍ کوششونه هم کامياب شوي دي او دواړو خواو ډزبندي اعلان کړې ده.
--------
اوس به د کابل چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې مسير ورځپاڼه راخلو دغې ورځپاڼې په خپله انټرنېټي پاڼه کښې وليکل؛
دوحه کښې؛ ملا برادر د ملګرو ملتو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د طالبانو رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر تېره ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مدیر اچیم سټينر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي. برادر ویلي چې افغانان دمګړی بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مدیر ژمنه کړې چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي. د ملګرو ملتونو نورو اړوندو ادارو هم تر دې مخکې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: پاکستان سره د لارې تړل کېدو زرګونه سوداګر زیانمن کړي
د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي.
---------
وېسا ورځپاڼې بيا وليکل: له افغانستان څخه بهر د ملي مقاومت شورا موجودیت اعلان شو.
ددې شورا د موجودیت په اعلامیه کې چې د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور له فېسبوک پاڼو خپره شوې، پکې راغلي چې لومړی به طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته کیني، چې د اسلامي او جمهوري ارزښتونو له مخې يې منتخب او ټولشموله نظام جوړولو ته وهڅوي، خو که دوی ورسره خبرو ته کینناستل، پر ضد به یې وسله واله مبارزه پیل کړي.
طالبانو د عطا محمد نور او سیاف ددغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پخواني چارواکي او سیاستوال دې عادي ژوند ته وګرځي او له خپلو پخوانیو کارنامو دې درس واخلي.
کابل نیوز تېره اونۍ خبر خپور کړ، چې د دې شورا د جوړېدو هڅې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د بهرنيو چارو مخکيني وزير حنيف اتمر پيل کړې دي.
------