ملګري ملتونه دطالبانو په ضد دبندیزونو لغوه کولو ته تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107344-ملګري_ملتونه_دطالبانو_په_ضد_دبندیزونو_لغوه_کولو_ته_تیار_دي
 د روسیې د د غه چارواکي  دڅرګندونو په  اساس ،  ملګري ملتونه تیار دي چې  د طالبانو په ضد بندیزونه لغوه کړي  او دا یوه تخنیکي موضوع ده چې روسیه د حل لپاره تیاره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2021 13:08 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دطالبانو په ضد دبندیزونو لغوه کولو ته تیار دي

 د روسیې د د غه چارواکي  دڅرګندونو په  اساس ،  ملګري ملتونه تیار دي چې  د طالبانو په ضد بندیزونه لغوه کړي  او دا یوه تخنیکي موضوع ده چې روسیه د حل لپاره تیاره ده .

زمونږخبریال  راپور راکړ ، د روسیې لوړپوړو چارواکو  په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړیدا لپاره  دطالبانو دهڅې په ضرورت په ټينګار سره  وئیلي دي ،ملګري ملتونه ددغې ډلې په ضد دبندیزونو دلغوه کولو لپاره  تیار دي .  

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  نن په یوه خبری کنفرانس کې  ووئیل طالبانو ډله باید  د ټولشموله حکومت په جوړولو کې میړنی ګام پورته کړي .

د روسیې د خارجه وزارت  دآسیاد دوهمې برخې مدیر د ټولشموله  حکومت دجوړولو په باب د طالبانو لپاره د الټی میټمد ټاکل کیدا په ردولو سره  زیاته کړې ده ، ددې موضوع لپاره هیڅ وخت نه دی ټاکل شوی  او دا د ماسکو دغونډې په دندې کې نه ده ، ټاکل شوې نه  وه ، مونږ د طالبانو لپاره کوم الټی میټم وټاکو څو د دوي د ورپسې کارونو لپاره  کوم پروګرام شي .

 د روسیې د د غه چارواکي  دڅرګندونو په  اساس ،  ملګري ملتونه تیار دي چې  د طالبانو په ضد بندیزونه لغوه کړي  او دا یوه تخنیکي موضوع ده چې روسیه د حل لپاره تیاره ده .

  روسیې په کوربتوب سره د  افغانستان په باب غونډه د اکتوبر په شلمه ترسره شوي ده . دا د روسیې ،چین ، پاکستان ، ایران ، هندوستان، قزاقستان ، قرغزستان ، تاجیکستان ، ترکمنیستان او ازبکستان د   لوړپوړو چارواکو  د استازو  او همداراز د افغانستان د موقته حکومت د لوړروتبه پلاوي په ګډون سره  د افغانستان په باب د ماسکو د چوکاټ  د سلامشورو  دریمه غونډه  وه.