د هندوستان معلم زده کونکی له ودانۍ ځوړنده کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107578-د_هندوستان_معلم_زده_کونکی_له_ودانۍ_ځوړنده_کړ
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د یوه (۱) ښوونځي مدیر یعني پرنسپل یو(۱) زده کونکی له ودانۍ څخه ځوړنده کړ چې تصویر یې په اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2021 11:12 Asia/Kabul
  • د هندوستان معلم زده کونکی له ودانۍ ځوړنده کړ

زمونږ خبریال وايي د هندوستان د یوه (۱) ښوونځي مدیر یعني پرنسپل یو(۱) زده کونکی له ودانۍ څخه ځوړنده کړ چې تصویر یې په اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شوی هم دی .

د هندوستان یوې (۱) رسنۍ وویل د ښوونځي مدیر یا پرنسپل هغه وخت ونیول شو کله چې هغه د سزا د ورکولو په توګه یو (۱) زده کونکی د ښوونځي له ودانۍ څخه ځوړنده کړ .

دغه پیښه د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې رامینځته شوه .

په دغه تصویر کښې لیدل کیږي چې د ښوونځي مدیر د نورو زده کونکو په وړاندې له ودانۍ څخه دغه کوچنی ماشوم ځوړنده کړی دی .

ویل کیږي چې د ښوونځي مدیر د دغه زده کونکي د ډوډۍ د خوړلو له رودې او طریقې څخه  خپه و او غوښتل یې چې هغه ته سزا ورکړي .

پولیسو د ښوونځي د مدیر پرضد اقدام سره هغه ونیوه او قانوني اقدام یې پیل کړی دی .