امیر عبداللهیان هند ته سفر کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په هند کې وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روان میلادي میاښتې په وروستیو کې د ایران او هند تر مینځ د سوداګریو د ګډي کمیټې په ناسته کې د ګډون لپاره ډهلي ته سفر کوي.
په هند کې د ایران سفیر علی چنګی څرګنده کړه چي هند ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د نوې پړاو د پيلېدو ښودونکی دی.
چګني زیاته کړه: ایران له هند سره د اړیکو د پراختیا په لړ کې هیڅ محدودیت نه لري.
په هند کې د ایران سفیر د چابهار د بندر د پروژې په هکله وویل: که څه هم هند د چابهار بندر د افغانستان، مرکزي اسیا او شرقي اروپا زرینه دروازه بولي خو بیا دې پروژې ته کافي توجه نه کوي.
چګني د دې په بیانولو چې د کاغذ په مخ چابهار د امریکې په بندیزونو کې شامل نه دی، زیاته کړه: اوس هم هندوستان وېره لري، ممکن نور طرفونه هم په چابهار بندر کې د کار او له پانګه اچونې څخه وویریږي.
په هند کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان په هکله د هند له لوري د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې به ګډون وکړي.
هغه د دې په بیانولو سره چي افغانستان باید د ترهګرو په ځالی بدل نه شي چي له هغه ځایه ګاونډیانو ته زیان ورسیږي، زیاته کړه: د افغانستان ولس حق لري چي له غوره ژوند څخه خوند واخلي، موږ احساس کوو چي په ګاونډي هیوادونو کې اور زموږ هیواد ته هم سرایت کولایشي ، په افغانستان کې بې ثباتي په ګاونډیو هیوادونو باندې هم اثر پرې باسي.