د تهران او ځيني نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې .... سره د خپل ملګري .... له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې هم د رته دتهران او ورپسې هم که و خت ؤ نو ځیني نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کړو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ټينګار کړی ،د امریکادرست بندیزونه باید لغوه شي څو ایران خپلې ژمنتیاوې بیرته پيل کړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د امریکا ځینو او سنیو او پخوانیو چارواکو په یولړ څرګنددونو کې منلې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په امریکا باندې په اعتماد کې تیروتنه کړې ده . د دوي په وینا ،اشرف غني فکر نه کاوۀ چې واشنګټن له افغانستانه په شاتګ سره ، هغه د طالبانو په وړاندې تک تنها پریږدي .
ورځپاڼه بیا لیکي د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدآرنو مونیتور چې ددغه هیواد داقتصادي چارو پخوانی وزیر هم وئیلی وائي،دغه هیواد د ډيجیټل په ډګر کې د امریکا په مستعمرې او رعیّت بدل شوی دی .
ځينو خبرو ډيپلوماټیکو سرچینو په جي شل ډلې کې د ګډون لپاره ایټالیا ته د سعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان دسفر په وروستیو شیبو کې دلغوه کیدا دلیل ، له هغه سره د لیدوکاتو لپاره د ګډون کونکو هیوادونو دمشرانو نه ګروهنه بیان کړې ده .
د این بی سی په یوې نظر غوښتنې کې معلومه شوې ده چې یو اویا فی صده امریکایان په دې اند دي چې هیواد ئې په یوې تیروتي لارې روان شوی دی .
اسرائيل هیوم ورځپاڼې لیکلی دي ،د صهیونیسټي رژيم یوه چارواکي وئيلي دي ، دلبنان حزب ا... غورځنګ په دقیق شیشت لګیدونکو سلو توغندیو سره د اسرائيلو ایټمي تاسیسات ټارګټ کولی شي .
د ملګروملتو لپاره د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت منصوب شوي نماینده سهیل شاهین وئيلي دي،نړیواله ټولنه باید دافغانستان د اقتصادي وضعیّت له ښه کولو سره کړي ژمني عملی کړي .
دا هم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ټینګار کړی ،مراجع تل د لارې مشالونه دي .ورځپاڼې بیا لیکلی دي ، د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د افغانستان د بدلونونو په اړه په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،اسلامی ایران د افغانستان په باب د امریکا په شتون سره په هیڅ ډول غونډو او کړنو کې ګډون نه کوي ځکه دافغانستان اوسنۍ بده ورځ د همدغه امریکائي نیواکګرو په لاس رامینځةشوې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف وئيلي،جامعه نړیواله ایټمي موافقه یوازې په هماغه شکل کې دوام موندلی شي،چې د په ۲۰۱۵کال کې لاسلیک شوي وه .
د امریکا په زیاترو وختونو کې ویده ولسمشر جوزف بایډن ووئیل امریکا به دایران اقداماتو ته ځواب ووائي .
د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن برهان سره د ایران د ایټمی پروګرام ، سوډان او دغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په اړه خبرې کړي او وئیلي ئې دي ، دسوډان په شخړې کې هم د ایران لاسونه ښکاري .
د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو د روسیې دچارواکو په خپګان پسې وئیلی دي ،د ماسکو چارواکي دې دترکیې له جوړو شوو بې پيلوټه الوتکو څخه داوکراین د د استفادې په دلیل ترکیه نه رټي .
دعراق دصدر بهیر مشر مقتدا صدر په دغه هیواد کې د ملی اکثریّت دحکومت د جوړولو غوښتنه وکړه .
په سورئې کې په دیرالزور اوالحسکه کې ددغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې یو شمیر سرنګونه او د وسلو درې سلاکوټونه کشف او تباه کړي دي دي .
په پاکستان کې د حکومت او مخالفو ځینو مذهبی اعتراض کونکو ترمینځ روغه جوړه شوي اوپه دغه هیواد کې روان عمومی لاریون چې د اسلام اباد په لور روان ؤ ختم شوی دی .
دافغانستان په کابل کې یو ځل بیا میرمنو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو او دوي ته دنړیوالو ټولنو په بې پامۍ باندې په اعتراض کې مظاهره کړې ده .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکي،د جی شل ډلې مشران په داسې حال کې د ایټالیا په روم کې سره غونډ شوي او پر یوه بل ئې د تور ګوتې سمې کړي دي ، چې په دغې غونډې کې لویدیځي هیوادونو تکراری ژمنې،د نړۍ دعمومي افکارو د ستړيکیدالامل شوي دي کلونه کلونه کیږي،چې امریکا او اروپا د جی شل ډلې په سرمشریزو کې کړي ژمنې تردې دمه نه دي پوره کړي.
دغه انټرنیټي سایټ په دوام کې لیکلي دي ، دامریکا او اروپا دچارو یو کارپيژاند فواد ایزدي په یولړڅرګندونو کې په دې باب د امریکا ئي چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره چې امریکا تیاره ده،د نړیوالې ایټمي موافقې خبرواترو ته بیرته وګرځي،خو ډاډمن نه یوو چې ایران بیرته خبرواترو میز ته راګرځي که نه،ووئيل،دا چې لویدیځوال وائي،ایرانی لوری نه غواړي ، دخبرواترو میز ته بیرته ستون شي،سمه نه ده ،ایران اعلان کړی ، که امریکاد بندیزونو له ختمولو سره بیرته دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته په ژمنو سره راورګرځي نو ایران ئې هم مني ځکه ایران خو اصلا له موافقې شاتګ نه دی کړ ی.
د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن برهان وئیلي دي،له لبنان سره د ریاض مشکل ددغه هیواد د یوه وزیر څرګندونې نه دي ، بلکې دوي په سیمې کې د ایران له متحد قدرت (حزب ا... ) سره مشکل لرو .
د صهیونیسټ رژيم د ؛سایبر سرؤ ؛ نومې انټرنیټي مهم شرکت سرورونه هِک شوي دي او صهیونیسټي چارواکو تو رلګولی چې په دې کار کې ایرانی لوری لاس لري .
د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن په همداوروستیو کې وئیلي دي ،واشنګټن د ایران دبې پیلوټه الوتکو د جوړونې دټیکنالوجۍ د پراختیا په مخنیوی کې له درستو آوزارونو استفاده کوي .
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافائیل ګروسي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دایران د ایټمي پروګرام په باب ډيپلوماسي ماته نشي خوړلی .
اوس هم راګرځو د پاکستان ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي
د پاکستان دنیا نیوز ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ،د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په ټل سیمې کې امنیتی مامورانو په یولړ عملیاتو کې د یوې اورپکې ډلې څلور ترهه ګرهلاک کړي او په دغو عملیاتو کې ئې یو شمیر وسله ، تجهیزات او چاودیدونکي توکي هم کشف کړي دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په پآکستان کې د حکومتي او مخالفو مذهبی لورو ترمینځ دشوي موافقې په اساس د ټي ایل پي اورپکې ډلې نیول شوي څه دپاسه اته نیم سوه وګړي له بندونو خوشي شوي او اورپکو هم له اړۍ ګړئ د لاس اخستو ژمنه کړې ده .داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو څه موده مخکې په ټي ایل پي ډلې بندیز لګولی او دغه ډله ئې یوه ترهه ګره ډله بللې وه او د دوي مشر ئې هم په زندان کې بندي کړی ؤ چې اوس ئې یو ځل بیا دغه هر څه هیر کړي دي .
په پاکستان کې د کروناویروس له امله په تیر شواروز کې نورو لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دغې مودې کې څلور سوه اوه پنځوس ککړکسان هم پیژندل شوي دي .د لسو کسانو په مړینې سره په پاکستان کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر اته ویش زره څلور سوه شپږ شپیته تنو ته رسیدلی دی .
دا هم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې پخپل اڼترنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي، په داسې حال کې چې په تیرو دوو میاشتو کې په دغه هیواد کې د سونګو بیّې درې ځله لوړې شوي دي،حکومتي ادارې نیّت لري ، په راتلونکو څو ورځو کې د بریښنا بيّې نوره هم لوړې کړي .
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي دي منع کړائ شوي ډلې ټپلې او ورسره ائيتلاف یوازې د اړۍ ګړئ جوړولو لپاره زمینې برابروي او دوي غواړي ، پاکستان په نړیواله سویه منزوي کړي.
ځینو سرچینو ایشو اکړې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له خپلو وزیرانو او د تحریک انصاف غورځنګ له مشرانود خلکو مشکلاتو او ستونزو ته د بې پامۍ او سپک نظیر سره د لیدو په دلیل خپه شوی دی او ممکنه ده دمرکزي حکومت په کابینې کې بدلون راولي .