مهربان میړه خپله میرمنه بل کس ته واده کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې یوه (۱) مهربان سړي خپله میرمنه هغه سړي ته واده کړه چې هغې ورسره مینه لرله .
د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په ګروګرام سیمه کښې یوه (۱) سړي « پنکج شرما» په تیرې مي(May) میاشتې کښې له میرمن «کومل» سره واده کړی و .
راپورونه وايي چې د هندوستان د دغه سړي پنکج شرما او د هغه د میرمنې کومل ترمینځ د واده د پینځو (۵) میاشتو له تیریدا سره سره د دوې ترمینځ اړیکې ښې نشوې او حالات نور پسې خراب شول تر دې چې میرمنې په کور کښې له ټولو کسانو سره خبرې هم بندې کړې .
د هندوستان ښاریز پنکج شرما له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل زما میرمه له ما سره په واده کولو خوشحاله نه وه او هغې ما ته وویل چې ما له خپل معشوق سره واده کولو غوښتل .
د هندوستان ښاریز پنکج شرما وویل ما د خپلې میرمنه خبره واوریدله او غصه نشوم او ټوله کیسه مو زما د میرمنې کورنۍ غړیو ته بیان کړه .
د هندوستان ښاریز پنکج شرما وویل کله چې دغه ستونزه حل نشوه نو ما خپله میرمن اینټي ډومیسټیک وائلینس سیل (Anti Domestic Violence Cell) یعني په کورونو کښې د تاوتریخوالي پرضد ادارې ته بوتله .
رسنیو وویل کله چې هیڅوک ونه توانیدل چې دغه ښځه راضي کړي چې له میړه سره وخت تیر کړي نو بیا ښاغلي پنکج شرما د خپلې میرمنې د پریښودلو او معشوق ته د هغې د واده کولو فیصله وکړه او او په رسمي ډول د واده کولو لپاره وکیل هم ونیوه .