د طالبانو له لاسوهنې پرته د افغان ښوونکو معاشونه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107832-د_طالبانو_له_لاسوهنې_پرته_د_افغان_ښوونکو_معاشونه_ورکوو
زمونږخبریال وايي د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • د طالبانو له لاسوهنې پرته د افغان ښوونکو معاشونه ورکوو

زمونږخبریال وايي د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.

د يونيسف دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د اشرف غني د حکومت له پرځېدواو  واک ته د طالبانو  رسېدو سره دغه ډلې ته د پيسو په لېږد بنديز لګولی او د افغانستان پانګه کنګل ده او  اوسمهال د طالبانو حکومت د حکومتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ښوونې او روزنې مشرې جينټ ويګلر رويټرز خبري اژانس ته ويلي  چې دا اداره به په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو ټول ښوونکي په يوه نوي سيستم کې شامل کړي چې له مخې به يې د دوی مياشتني معاشونه د حکومت له لاسوهنې پرته په مستقيم ډول ورکول کېږی.

نوموړې ويلي، "افغانستان کې د نجونو د زدکړې ملاتړ لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې په افغانستان کې له ښوونکو او ښوونځيو سره مرستې وشي".

د میرمن ويګلر په وينا دغه سازمان په افغانستان کې له مرستندويانو غوښتي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.

د بشري مرستو د سازمانونو په وينا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو سره د دغه هېواد د روغتيا او پوهنې سکتورونه تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې د شويو مرستو لومړنۍ الوتکه کابل ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو د کډوالو دارې یو این اېچ سي آر د شويو مرستو د دریو الوتکو څخه لومړنۍ هغه کابل ته رسېدلې ده.

په دې الوتکه کې نژدې دېرش ټنه توکي وو چې د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره د ساړه ژمي په تېرولو کې مرسته وکړي.