د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ له جوبایډن مخکی شوی
نیوزویک اونیزې راپور ورکړ د نوي نظر سنجې نتیجې وايي که څه هم د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره څلورویشتم (۲۰۲۴) میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره خپل پروګرامونه نه دي اعلان کړي خو له اوسني ولسمشر جوبایډن سره د بیا سیالۍ کولو لپاره په ښه موقعیت کښې دی .
د کالج امرسون نظرسنجې وايي د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې (۱)فرضي انتخاباتي سیالۍ کښې اوسني ولسمشر جوبایډن ته ماتي ورکوي په داسې حال کښې چې په دغه نظر سنجې کښې اکثره رایې ورکونکي نه د ټرمپ او نه د جوبایډن ملاتړ کوي او پخوانی ولسمشر ټرمپ په دوو () امتیازونو سره له اوسني ولسمشر جوبایډن څخه مخکی دی .
د کالج امرسون د نظرسنجې وروستۍ نتیجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا پینځه څلویښت (۴۵) فیصده رایې ورکونکي د پخواني ولسمشر ټرمپ ملاتړ کوي دا په داسې حال کښې دي چې یوازې درې څلویښت (۴۳) فیصده ګډون کونکي جوبایډن ته رایې ورکوي .
د سپتمبر میاشتې په لومړیو کښې د کالج امرسون له وروستۍ نظر سنجې راهسې د ټرمپ او د بایډن ترمینځ واټن یو(۱) څه زیات شوی دی او په تیرې نظر سنجې کښې ټرمپ اوه څلویښت (۴۷) فیصده او جوبایډن هم شپږڅلویښت (۴۶) فیصده رایې ترلاسه کړي وې .
د کالج امرسون د نظر سنجې پایلې دغه راز وايي چې د اوسني ولسمشر جوبایډن د محبوبیت سویه په کمیدا دی او له هغه سره د خلکو مخالفت په زیاتیدا دی .
د روانې نوامبر میاشتې په لومړیو کښې د امریکا یوازې یوڅلویښت (۴۱) فیصده خلکو د اوسني ولسمشر ملاتړ کړی او پنځوس (۵۰) فیصده ورسره مخالف دي .
د امریکا په تورپوستو خلکو کښې د ولسمشر جوبایډن محبوبیت ډیر کم شوی دی .
که څه هم د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ تراوسه په رسمي ډول د دوه زره څلرویشتم (۲۰۲۴) میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره چمتووالی نه دی اعلان کړی خو د هغه ملګري باوري دي چې هغه( ټرمپ ) به یوځل بیا په انتخاباتو کښې ګډون وکړي .