په انتخاباتوکې له بریالیتوبه یوکال وروسته د بایډن چیلنجونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107998-په_انتخاباتوکې_له_بریالیتوبه_یوکال_وروسته_د_بایډن_چیلنجونه
که څه هم بایډن د امریکا د سیاسی او اقتصادی شرایطو د ښه کولوژمنه کړی وه خو اوس د ولسمشرۍ له لسو میاشتو وروسته په اقتصادی او سیاسی ډګرونوکې د هغه کړچار له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Nov 07, 2021 13:01 Asia/Kabul
  • په انتخاباتوکې له بریالیتوبه یوکال وروسته د بایډن چیلنجونه

که څه هم بایډن د امریکا د سیاسی او اقتصادی شرایطو د ښه کولوژمنه کړی وه خو اوس د ولسمشرۍ له لسو میاشتو وروسته په اقتصادی او سیاسی ډګرونوکې د هغه کړچار له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی .

د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې له بریالیتوبه یوکال وروسته بایډن له ډیرو چیلنجونو سره مخامخ دې . له دې سره په یووخت  وروستۍ نظر غوښتنې ښی چی د امریکا له اوسنی ولسمشره د عمومی رضایت اندازه له ۴۵ فیصده هم کم حد ته رسیدلی ده .

که څه هم بایډن د امریکا د سیاسی او اقتصادی شرایطو د ښه کولوژمنه کړی وه خو اوس د ولسمشرۍ له لسو میاشتو وروسته په اقتصادی او سیاسی ډګرونوکې د هغه کړچار له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی .

په اقتصادی ډګر کې د ګرانۍ زیاتیدا او د خلکو د اخیستلو قدر ت کمیدا په امریکا کی خپګانونه زیات کړي دي ، په داسې حال کې چې بایډن تل ټینګار کاوه چی د بیو زیاتیدا د کرونا له امله د ځوړتیا په دلیل ده او دا وضعیت موقتی دې او شرایط به ډیر ژر ښه شي . خو اوس ګرانۍ د بایډن حکومت لپاره په جدی چیلنج بدله شوی ده په دې ډول چی امریکایان هماغه راز د خوراکی موادو ، ډیزلو ، او نورو مصرفی شیانو د بیو د زیاتیدا شاهدان دي .

د سپینې ماڼۍ د ارتباطاتو د چارو مدیر کیت برنز په دې زمینه کې وویل په دې لړ کې مختلف چیلنجونه موجود دي چی پکې د کرونا له پړاوه وروسته عادی وضعیت ته د اقتصادی حالت بیرته ستنول هم شامل دي .

د امریکا خزانې وزیر جانت یلن په وروستیو کې اټکل کړی چی ګرانۍ به تر راتلونکی کاله په اوسنی اقتصادی شرایطو او بهیر سره کمه نشی . دغژ موضوع ډیر امریکایان اندیښمن او د بایډن د اقتصادی سیاستونو په نسبت شکمن کړي دی .

په امریکا کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې دیو پرکینز وایی په امریکا کې د یوې نظر غوښتنې په اساس ۵۴ فیصده ګډون کونکی باوری دي د امریکا دولت په بدې رودې سره د هیوادد اقتصادی موضوع ته ګوری .

بایډن د بهترې بیارغاونې د مشهور پروګرام  په تصویبولو سره هڅه کړی ده د شرایطو د ښه کولو ژمنه پوره کړی . د امریکا ولسمشر وویل خلک خپه دي له کرونا نیولی تر ښونځیو ، کاررړوزګار او د تیلو تر بیې او نورو ډیرو مسایلو په اړه شک لري . که زما اصلاحات تصویب شي او خپله طرحه اجګرایی کړې شم نو هرڅه به په چټکتیا سره ښه شي .

په سیاسی اړخ کې هم که څه هم بایډن د پاریس د اب و هوا تړون ته د ستنیدا یا د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا ته د ستنیدا په شان په ځینو زمینو کې بریالې وو ، خو له افغانستانه د امریکایی عسکرو په سپکونکی ، بې پلانه او بیړه وتل د زیاتو نیوکو سبب شوی دي . د وال سټریټ ژورنال  ورځپاڼې راپور ورکړی دی په امریکا کې یو شمیر اژانسونو د بایډن حکومت په وسیله له افغانستانه د امریکا  وتلو د مدریریت د څرنګوالي په اړه خپل تحقیقات پیل کړی دي . دا په داسې حال کې دي چی ډیر کسان د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د طالباتو قدرت ترلاسه کول د بایډن حکومت د سیاستونو نتیجه بولی او حتی ځینو د ولسمشر د استیضاح کولو غوښتنه کړی ده .

په هر حال اټکل کیږی سختې شپې ورځې  د جوبایډن په تمه دي . که بایډن په لنډ وخت کې د امریکا اقتصاد سم نکړې شی او د کرونا په خرابونکیو پایلو بریالې نشی ، نو جمهوری غواړی به په راتلونکیو انتخاباتو کې د بریالیتوب زیات چانس ولری . په دې بڼه کې دیموکراتان یو یا دواړه پارلیمانونه د ۲۰۲۲کال د نومبر په انتخاباتوکې له لاسه ورکړی او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې د جمهوری غواړو لخوا د سپینې ماڼۍ د بیرته لاسه کولو راه برابره شی .