آسټریلیا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108198-آسټریلیا_پاکستان_ته_په_ماتې_ورکولو_سره_فاینل_ته_ورسیدله
د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ د سیالیو په سیمي فاینل لوبه کښې نن پاکستان له سختې مقابلې وروسته له آسټریلیا نه ماتې وخوړله
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Nov 11, 2021 23:12 Asia/Kabul
  • آسټریلیا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ورسیدله

د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ د سیالیو په سیمي فاینل لوبه کښې نن پاکستان له سختې مقابلې وروسته له آسټریلیا نه ماتې وخوړله

په متحده عرب اماراتو کښې د کرکټ د ټي ټوینټي ورلډ کپ سیالیو په سیمي فاینل کښې نن د آسټریلیا او پاکستان ټیمونه سره مخامخ شول. آسټریلیا د ټاس په ګټلو سره پاکستان ته د بیټنګ یا توپ وهنې بلنه ورکړه. د پاکستان ټیم په ټاکلو شلو اورونو کښې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۶ منډې وکړې چې په کښې د اوپنر محمد رضوان ۶۷ او د فخر زمان ۵۵ او د کپتان بابر اعظم ۳۹ رنز شامل وو.

په ځواب کښې د آسټریلیا ټیم له سختې مقابلې وروسته د ۱۷۷ رنزو هدف په ۱۹ اوورونو کښې د ۵ لوبغاړو په آوټ کیدو سره پوره کړ. په پاکستاني بالرانو کښې شاداب خان د ۲۶ رنزو په ورکولو سره ۴ آسټریلیايي لوبغاړي آوټ کړل او داسې ښکاریده چې لوبه پاکستان ګټي خو داسې ونه شول او د آسټریلیا ټیم دغه سیالي په پنځو وکټو وګټله.

آسټریلیا به د ۲۰۲۱ کال د ټي ټوینټي ورلډ کپ په فاینل یا پاې لوبه کښې له نیوزي لینډ سره سیالي وکړي.