له ۲۰۰۱کال راهسې څه دپاسه ۳۰زره امریکائی پوځيانو خودکشۍ کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108236-له_۲۰۰۱کال_راهسې_څه_دپاسه_۳۰زره_امریکائی_پوځيانو_خودکشۍ_کړي
د امریکا د پخوانیو عسکرو د چارو ادارې د بې ځنډه خودکشۍددغې اندازې زیات شمیر ته په پام سره په دې موضوع توجه کړې او وروستۍاحصائې  ښئ چې په ۲۰۱۹کال کې هره ورځ اولسو پخوانیو امریکائی عسکرو په خودکشۍ سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2021 13:12 Asia/Kabul
  • له ۲۰۰۱کال راهسې څه دپاسه ۳۰زره امریکائی پوځيانو خودکشۍ کړي

د امریکا د پخوانیو عسکرو د چارو ادارې د بې ځنډه خودکشۍددغې اندازې زیات شمیر ته په پام سره په دې موضوع توجه کړې او وروستۍاحصائې  ښئ چې په ۲۰۱۹کال کې هره ورځ اولسو پخوانیو امریکائی عسکرو په خودکشۍ سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 

 ایران پریس خبری آژانس راپورورکړ،  د امریکا د کانګرس یوه ډيموکراټيک غړي ګوری  بوش پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ددې خبرې په کولو سره چې  د ۲۰۰۱کال د ستمبر له یولسمې نیټې   وروسته تر دې دمه  له جنګه  بیرته ستنو شوو څه دپاسه دیرش زره پوځیانو خودکشۍ کړي او ژوند ئې له لاسه ورکړی دی ، زیاته کړې ده،پر دې سربیره  څلویښت زره ریزرؤ یا پخواني عسکر هم بې کوره شوي دي .

  په تیرې یوې لسیزې کې د امریکا د پخوانیوعسکرو کې دخودکشۍد احصایو شمیر  تردې حده زیات شوی دی چې احصائې ئې  دعراق ،افغانستان او  ویتنام په جنګونو کې  د امریکا له درستو وژل شوو پوځیانو څخه ډير زیات دی .

د امریکا د پخوانیو عسکرو د چارو ادارې د بې ځنډه خودکشۍددغې اندازې زیات شمیر ته په پام سره په دې موضوع توجه کړې او وروستۍاحصائې  ښئ چې په ۲۰۱۹کال کې هره ورځ اولسو پخوانیو امریکائی عسکرو په خودکشۍ سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 

 سپینې ماڼۍ هم په همداوروستیو کې  یوه پنځه ماده ایزه سټراټژي  خپره کړې ده چې  په هغې کې به د امریکا ئي پخوانیو عسکرو دخودکشۍپه خوریدا باندې دغور لپاره د فیډرل حکومت اقدامات ترسره کړي .نیویارک ټایمز ورځپاڼې له دې مخکې لیکلي وو ، د پنټاګان له هڅو سره سره ، په امریکا کې په کال کې خودکشۍ  مخ په زیاتیدا دي .