د واده په مراسمو کښې ډوډۍ په پیسو وه
Nov 13, 2021 10:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي اکثره خلک د زیاتې او د ښې ډوډۍ د خوړلو لپاره د وادونو په دستورو کښې ګډون کوي خو ایا تاسو کله داسې فکر کړی دی د واده په دستورو کښې د ګډون لپاره له بلن لیک استولو سره سره له تاسو د ډوډۍ د خوړلو لپاره د پیسو غوښتنه وشي نو دا به څرنګه وي ؟
د هندوستان رسنیو وویل په دغه هیواد کښې یوې خارجي ښځې او سړي د واده په دستورو کښې ګډون کونکو میلمنو ته په استول شویو بلن لیکونو کښې ویلي وو چې د واده په مراسمو کښې ګډون کونکي میلمانه باید د ډوډۍ لپاره له ځانو سره کابو (۹۰) نوي ډالر هم راوړي ځکه چې مونږ د میلمنو د ډوډۍ د پیسو د ورکولو توان نلرو .
یوه (۱) کس د دغه واده د دستورو په هکله ویلي دي په دغه واده کښې عجیبه خبره دا وه چې د ماشومانو ډوډۍ مفته وه .
ټیګونه