د میکسیکو ښاریز له پک اپ سره یوځاې دفن شو
زمونږ خبریال وايي د میکسیکو هیواد یوه (۱) ښاریز دغه خبره غلطه ثابته کړي ده چې ویل کیږي تاسو له مړینې وروسته خپل مادي شیان او پیسې له ځان سره قبر ته نشئ وړلی .
د میکسیکو دغه ښاریز له پک اپ ګاډي سره یوځاې خاوروته وسپارل شو .
د میکسیکو هیواد یو (۱) ښاریز ښاغلی ډان اډان ارانا چې د «پورټو سان کارلوس» سیمې وسیدونکی و په یوې (۱)لاعلاجې ناروغۍ اخته و او هغه د خپل زوي لخوا له ورکړل شوي پک اپ ګاډي څخه په ښه ډول خوند وانخیست .
دغه سړی په ناروغۍ اخته شو او هغه ته معلومه وه چې دې به ډیر ژوند ونکړي نو ځکه خو هغه د خپلې کورنۍ غړیو او خپلوانو ته وویل زما خواهش دا دی چې له مړینې وروسته پک اپ ګاډی له ما سره یوځاې خاورو ته وسپارل شي چې هغه( پک اپ ګاډي » له مړینې وروسته په بل ژوند کښې دغه ګاډي وچلوي .
د نوموړي کورنۍ د دغه ښاریز د اخري خواهش په احترام کولو سره هغه له پک اپ ګاډي سره یوځاې خاورو ته وسپاره .