په تل ابیب کې د اور سترې لمبې پورته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108328-په_تل_ابیب_کې_د_اور_سترې_لمبې_پورته_شوي
دغه اور په یوه ګاډي داخله پيل شوی او ډير زر  له هماغه ځاي سره نزدې   د هغو موادو زیرمې ته  غزیدلی چې  له  چاودیدونکو توکو ډکه وه . په دې اړه  نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دي ترلاسه شوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 15, 2021 01:15 Asia/Kabul
  • په تل ابیب کې د اور سترې لمبې پورته شوي

دغه اور په یوه ګاډي داخله پيل شوی او ډير زر  له هماغه ځاي سره نزدې   د هغو موادو زیرمې ته  غزیدلی چې  له  چاودیدونکو توکو ډکه وه . په دې اړه  نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دي ترلاسه شوي .

زمونږخبریال د تسنیم خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د اسرائيلو رسندویو دنیواکي فلسطین په تل ابیب ښار کې په یوه پارکینګ کې  دستر اور د لمبو د پورته کیدا خبر ورکوي .  

په راپور کې وئيلي  شوي ، عبري ژبې رسندویو  بیګا  وئيلي دي ، دغه ستر اور د تل ابیب په جنوب کې  په هاتساویرا  واټ کې واقع په یوه پارکنګ کې  لګیدلی چې وئيل کیږي ، هماغه راز په پراخیدو دی .

یدیعوت خبری سایټ  هم  لیکلي دي و په دغه اور پسې  دپارکنګ دننه یوه چاودنه هم شوي چې ظاهرا په دغه ځاي کې  په انبار شوو چاودیدونکو توکو سره اړونده  ده .  

یسرائيل هیوم  هم پخپل خبری سایټ کې وئيلی دي ، له دغې چاودنې وروسته  د اور دکنټرولولو لپاره  سیمې ته  اور وژونکي ګاډو تګ راتګ زیات شوی دی .  د عینی شاهدانو په وینا  ، دغه اور په یوه ګاډي داخله پيل شوی او ډير زر  له هماغه ځاي سره نزدې   د هغو موادو زیرمې ته  غزیدلی چې  له  چاودیدونکو توکو ډکه وه .

د اور وژونکي ادارې ماموران د شاوخواودانیو ته د اور د غزیدا په باب خبرداری ورکوي .  په دې اړه  نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دي ترلاسه شوي .