میښې شیدې ورنکړې او سړي پولیسو ته شکایت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108360-میښې_شیدې_ورنکړې_او_سړي_پولیسو_ته_شکایت_وکړ
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مدهیا پردیش صوبې کښې یو(۱) کروندګر د میښې لخوا د شیدو د نه ورکولو په خاطر د پولیسو مرکز ته ورغی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • میښې شیدې ورنکړې او سړي پولیسو ته شکایت وکړ

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مدهیا پردیش صوبې کښې یو(۱) کروندګر د میښې لخوا د شیدو د نه ورکولو په خاطر د پولیسو مرکز ته ورغی .

د هندوستان رسنیو وویل دغه  په زړه پورې  پیښه په بهنډ سیمه کښې رامینځته شوه چیرې چې کروندګر د میښې لخوا د شیدې د نه ورکولو په خاطر د شکایت کولو لپاره د پولیسو مرکز ته ورغی .

د هندوستان دغه کروندګر په خپل شکایت کښې وویل چې زما میښه له څو ورځو راهسې شیدې نه ورکوي او زما شک دا دی چې کوم چا زما په میښې جادو کړی دی .

کله چې دغه عجیبه پیښه د پولیسو لوړرتبه چارواکو ته وړاندې شوه نو هغوې سپارښتنه وکړه چې د کروندګرو د څارویو د څارنې په هکله معلومات ورکړي .

کله چې د پولیسو په سپارښتنه عمل وشو نو د کروندګر میښې هم شیدې ورکول پیل کړل او کروندګر بیرته د پولیسو مرکز ته ورغی او د هغوې مننه یې وکړه او بیا خپل کور ته ورستون شو .