د ناسموعادتونو په ځاي ښه عادتونه
په همدې اساس پیغمبر اکرم ص فرمایلی دي ، د خپل عمر په ساتلو کې له پیسو او شتمنیو ډیر بخیل ووسئ .
د یوه ښه ژوندلپاره د اروا او بدن سلامتیا دواړه مهم دي . کله د تاسو د خوښې وړ ژوند ته د رسیدا لپاره د ژوند په سټایل کې بدلون ضروری دې .
یادونوه کوو چی په دغه پروګرام کې هغه څه چی وړاندی کیږی کلی دي او ممکنه ده په دوی کې ځینې د ټولو لپاره مناسب نه وی ، نو د خپل ژوند په سټایل کې د ځینو بدلونونو لپاره خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلام ګران پیغمبر (ص) او ایمه معصومینو له قران کریم په پیروۍ سره په ځلونو له وخت او عمر د ښې استفادې په اړه خبردارې ورکړی او په دې باره کې یې جالب او غور کونکي نصیحتونه مطرح کړي دی . په همدې اساس پیغمبر اکرم ص فرمایلی دي ، د خپل عمر په ساتلو کې له پیسو او شتمنیو ډیر بخیل ووسئ .
حضرت امام علی ع هم دغه ستر الهی نعمت ته په اشارژ سره فرمایلی دي ، د تاسو د ژوند وختونه د تاسو د عمر برخه دي پس هڅه وکړئ چی د تا د عمر هیڅ وخت له هغو چارو پرته چی د ژغورنې عامل دي ، ضایع نشی .
له دغې جملې دا نتیجه اخیستلی شو چی د هیڅ کس اجتماعی و ګړنیز ژوند له وخت پیژندنې ، د نظم له رامینځته کونې او پروګرام پرته نتیجې ته نه رسی ځکه چی نړۍ د دقیق نظم په اساس بڼه غوره کړی چی چټی وخت ضایع کول ، پروګرام نه درلودل ، سستی او راتلونکی ته د کارونو ورسپارل د هستۍ د عالم د موجود نظام په اپوټه دي چی انسان لپاره له تاوان او ماتې پرته بله نتیجه نلری .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیر پروګرام کې د وخت د مدیریت له ځینو ټیکنیکونو سره بلد شو ، په دغه پروګرام کې ځینو نورو تیکنیکونو ته اشاره کوو .
په پیل کې دغه مهم او اساسی ټکی ته اشاره کوو چی په ایډیال پسې مه ګرځئ ځکه چی ایډیال هیڅ وخت نه پیدا کیږی ځکه چی اصولا ایډیال یوه نکته نلری او هر ځل چی ووائ باید یو کار ایډیال ترسره کړئ یقینا له هغه بهتر هم کیدلې شی ، پس په کلی ډول ایډیال پالنه هیره کړئ . تاسو په خپلو کارونو کې د بریالیتوب او وخت د مدیریت لپاره باید په ټول قدرت سره هغه کارچی ورپاره مو پلانونه کړی ، په بشپړه او ټول ترسره کړئ . کله دغه هدف ته ورسیدو ، نو هغه کار ترسره شوی دی او باید بل کار لپاره تیاری وکړئ .که وغواړئ د ایډیال پالنې وسواس ولرلې شئ نو باید ووایو چی په ورځ کې به یو کار هم ونکړې شئ .
«««««««««««««««««««««««««««
کله خبره د لومړیتوبونو کوو یعنی تاسو باید هغه کارونه وکړئ چی زیات اهمیت لری . خو له بده مرغه ډیر کسان چی نیت لری د ځان لپاره لومړیتوب وټاکی ، د دې پر ځای چی په ټول ژوند تمرکز وکړی ، دومره جزیاتو ته توجه کوی چی په کلی ډول د وخت د مدیریت پروګرام څنګته کیږی . دغه مسله ته توجه وکړئ چی جزیات تاسو له اصل لیرې ساتی . هڅه وکړئ لرلید په لاس کې ولرلې شئ او هغه ته پایبنده ووسئ .
««««««««««««««««««««««««««««««
د انسان ذهن له ۹۰ دقیقو متمرکز فعالیته وروسته ستړې کیږی او لږ تر لږه لسو دقیقو ارام ته ضرورت لری . که ارام ونکړئ نو تمرکز مو له مینځه ځی ، او ستړی توب او تمرکز له لاسه ورکول سبب کیږی چی تاسو وخت له لاسه ورکړئ او دا د وخت د مدیریت د تیکنیک په خلاف دی . همداراز زمونږ د وخت یوه برخه په انتظار کی ضایع کیږی . کله د بل بس په تمه یو ، کله په تمه یو چی د میتینګ یې ختم شی او ورسره ملاقات وکړو ، که غټ غټ حساب وکړو نو ګورو چی همدغه د انتظار وخت هغه وخت دې چی مونږه له ژونده شاته کوی .نو ځکه تر څو چی کولای شي د انتظار له وختونو ګټه واخلئ. بهترینه لاره مطالعه او روزنه ده .
««««««««««««««««««««««««
زمونږ د ورځې زیات وخت په ټولنیزو چینلونو کې له لاسه ځي . په دې اساس ټولنیزو چینلونو لپاره یو پروګرام ولرلې شئ . خپل وخت په هغو پیغامونو او پوسټونو چی د تاسو د ژوند لپاره هیڅ ګټه نلری ، مه لګوئ . په مونږه کې خینې دغه نامناسب خصلت لری یعنی تعارف کول ، کله حاضر یو چی خپل هدفونه ، بریالیتوبونه پریږدو خو تعارف نه پریږدو . د وخت د مدیریت لپاره یو مهم مهارت وجود لری او هغه هغو غوښتنو او تعارفاتو ته نه ویل دي چی د تاسو ژوند ګډوډوی . پس نه ویل زده کړئ اود نه ویلو تمرین وکړئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه په هغه موقع تاسو لپاره کارنده دی چی تاسو سالم بدن ولرلې شئ تر څو د خپل ژوند ټول کارونه وکړې شئ . نو ځکه په ورځ کې ۱۵ دقیقې ورزش وکړئ او کوشش وکړئ په ورزش سره ځان شاداب او تازه وساتئ. تازه والې تاسو سره مرسته کوی چی په ژوند کې زیات وخت ولرلې شئ او خپل کارونه هم متمرکز ترسره کړئ . تر دې ځایه تاسو باید څو مرحلې ترسره کړئ چی طبیعتا په یوه یا دوه ورځو کې نتیجې ته نه رسي او تاسو باید په خپل ژوند کې د وخت د مدیریت عادت سیسټماټیک کړئ ، د دې لپاره چی یو عادت په انګیزې سره ترسره شی خپل بدلونونه ثبت کړئ . دا کار سبب کیږی چی هره ورځ د وخت د مدیریت لپاره زیاته انګیزه ولرلی شئ .
«««««««««««««««««««««««««««««««
اوس د دې وخت دې چی نتیجه وسنجوئ د دې کار لپاره بهترینه لاره دا ده چی یو ځل بیا د خپل ژوند وخت تحلیل کړئ . که محسوس بدلون مو ولیده نو ډاډمن ووسئ چی د بریالیتوب په لاره کې حرکت کوئ خو که تراوسه مو احساس کړه چی د بدلون ځای موجود دې ، نو ځان مه رټو او دغې لارې باندې ویاړ وکړئ . تاسو نن د ژوند د تحلیل قدرت پیدا کړې دې او بدلون ته اړتیا مو تشخیص کړی ده . دا په ژوندکې بریالیتوب ته د رسیدا لپاره لومړنې ګام دې .
«««««««««««««««««««
د وخت د مدیریت د ټیکنیکونو له کارولووروسته ضروری ده چی د وخت په مدیریت کې د کارونو لومړیتوب زده کړئ او په کار یې واچوئ . ممکنه ده تاسو لپاره هم داسی شوی وی چی په کارونو مو تمرکز کړی وی خو بیا په پاې کې متوجه شوی وو چی یوشمیر کارونه مو ندي ترسره کړي او کم درسره کم شوی دې . خو یو بل حالت هم موجود دې چی د کارونو لومړیتوب مو ګډوډ کیږی او د خپلو مهمو کارونو لپاره هم وخت درسره کمیږی .
دلته ده چی د کارونو د لومړیتوب د وخت ټاکلو لپاره اساسی فکر وشی او د کارونو د لومړیتوبونو لپاره له څو تیکنیکونو استفاده وکړو . د دې لپاره چی د کارونو لومړیتوب رعایت کړئباید څو ساده ټیکنیکونه زده کړئ او په هغو عمل وکړئ . په دوام ورسره بلدیږو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه لومړنې کار چی باید د کارونو د لومړیتوب لپاره ترسره کړو دا دې چی خپل ټول ورزنیز کارونه لیسټ کړئ ، دا لیسټ کول ممکنه ده لږ شانته اوږد شی ځکه چی یو شمیر کارونه هره ورځ مشخص کیږی او یوشمیر کارونه هم ثابت دي ،. خو که غواړئ چی د کارونو په لومړیتوب او پلانونې کې یوه دقت او ځیرتیا ته ورسئ نو یوه اونۍ وخت ورکړئ او د خپلو کارونو جاج واخلئ ، دا چاره سبب کیږی چی د کارونو په لومړیتوب کې د وخت له مدیریت یو کلی انځور ولرلې شئ .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه دوهم کار چی باید د کارونو د لومړیتوب لپاره ترسره کړئ دا دې چی خپل روټین کارونه له نورو کارونو جلا کړئ . دا چی کوم وخت له خوبه ویښیږئ ، باید دهره ورځ کار ته لاړ شئ وغیره دا ورځنیز کارونه دي ، یعنی هغه کارونه چی هره ورځ او یا یوه ورځ مینځ کې بل ورځ ترسره کوئ ، دا کارونه له خپل لیسټه وباسئ او په بل لیسټ کې یې ولیکئ ، ځکه چی که لومړیتوب لرونکی کارونه زمونږ د هرې ورځې په کارونو لیسټ کې شامل شي نو بیا نور لومړیتوب کې نه راځی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
له دې مخکې چی خپل لومړیتوب کارونو ته ورشو باید لومړې د خپلو ورزنیزو کارونو تکلیف مشخص کړو . که تاسو له هغو کسانو یاست چی د خوب مشخص وخت نلری ، د خوړو جوت وخت نلری ، د خپل کار ځای ته د تګ راتګ مشخص وخت هم نلرئ نو باید پوهه شئ چی نور نشئ کولې په دغه وضعیت سره لومړیتوب لرونکی کارونه سم ترسره کړئ . په دې دلیل چی د تاسو د پروګرامونو اساس د تاسو ورزنیزو کارونو په اساس دې ، تر څو چی تاسو له دغه پروګرام سره خپل تکلیف مشخص نکړئ نو یوازې د لومړیتوب لرونکو کارونو بلکې ساده کارونو لپاره هم پروګرام نشئ درلودلې . پس یو جلا کاغذ راوخلئ او هڅه وکړئ ځان لپاره یو سم پروګرام ولرلې شئ . سمه ده چی سخته ده چی غواړئ یوځل سم منظم کړې شئ خو یاد ولرئ چی یوازې ۲۱ ورځو وخت ته اړتیا لرئ چی په ځان کې یو نوې عادت رامینځته کړئ . کله چی له ورزنیزو کارونو سره خپل تکلیف مشخص کړئ نو بیا په ډیره اسانۍ سره خپلو مهمو کارونو لپاره پلانونه کولې شئ ځکه چی پوهیږئ ورځ مو دقیقا له کوم ساعت پیلیږی او کله پاې ته رسی .
«««««««««««««««««««««««««««
د هدفونو لیکل یو هغه کار دې چی مونږه سره د کارونو د لومړیتوب په جوتولو کې مرسته کولې شی . پس ضروری ده چی خپل هدفونه تقسیم کړئ ، په دې شکل به د خپلو کارونو د لومړیتوبونو په مشخص کولو کې لومړنې عملی اقدام ترسره کړئ . کله مو چی خپل ټول لنډ او اوږدمهاله هدفونه ولیکل ، نو د دې وخت دې چی تقسیم بندۍ ته لاړ شو او مشخصه کړو چی زمونږ لپاره کوم کارونه لومړیتوب لری او له دې وروسته چی دا مو جوته کړه چی کوم کارونه لومړیتوب کی شامل دي او کوم کارونه ډیر مهم ندي ، نو بیا وربسې پړاو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره د وارمخکې زمینو او اړتیاو برابرول دي . د بیلګې په توګه د هغه کار لپاره ضروری مهارتونه څه دي او بیا ورپسې باید د هغو مهارتونو په ترلاسه کولو پسې شو او له دې وروسته بیا هغه اقدامات ترسره کړئ .
او وروستۍ خبره دا چی باید توجه ولرلئ شئ چی د وخت سم مدیریت هغه مهم مهارت دې چی سم پرې مسلط شوئ نو د ژوند ټولو اړخونو ته ډیر ښه پام کولې شئ او ټولو لپاره پلانونه کولې شئ .
پای