افغانستان ته د ایران د حکومت د ځانګړي استازي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108480-افغانستان_ته_د_ایران_د_حکومت_د_ځانګړي_استازي_سفر
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي افغانستان ته په سفر کښې، په کابل کښې د طالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات وکړ او د امنیت، د کډوالو د مسئلې او اقتصادي ملګرتیاؤ په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 14:11 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایران د حکومت د ځانګړي استازي سفر

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي افغانستان ته په سفر کښې، په کابل کښې د طالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات وکړ او د امنیت، د کډوالو د مسئلې او اقتصادي ملګرتیاؤ په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې

افغانستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړي استازي سفر ښودنه کوي چې ایران په هره زمانه کښې او په هر ډول حالاتو کښې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شوی او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره یې پوره پوره هڅه کړې ده. که څه هم نړیوالې ټولنې تراوسه په افغانستان باندې د طالبانو د ډلې تسلط او واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې او د دغه هیواد خلک له ډیرو ستونزو او لانجو سره مخامخ دي، خو د ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو اونیو کښې افغانستان ته د مختلفو پلاویو په ورلیږلو سره د دغه هیواد د خلکو د ستونزو د هواري او د امنیت په ټینګولو کښې مرستې ته خپل چمتووالی څرګند کړی دی. اوس هم چې افغانستان قدرت ته د طالبانو په راستنیدو سره د خپلو بدلونونو یو نوی تاریخ پیل کړی دی، اسلامي ایران د افغانستان د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره د مرستې په تکل کښې دی.

د سیاسي چارو کارپوه باقري خارواني په دې هکله وايي: امریکې د طالبانو په حذفولو سره په تیرو دوو لسیزو کښې هڅه وکړه چې په افغانستان کښې خپل اهداف اجرا کړي خو له شرمناکې ماتې وروسته له دغه هیواده ووتله. خو اوس د افغانستان د ستونزو د هواري او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره د دغه هیواد د تاریخ یو نوی پړاؤ پیل شوی دی چې باید ګټه ترې پورته شي.

یوه ننګونه چې د افغانستان خلک ورسره په دې تیرو څلورو لسیزو کښې مخامخ وو، د کورنیو جنګونو په شمول داخلي ستونزې یا د بهرنیو هیوادونو تیري او یرغلونه وو چې هغوي یې ګاونډي او نورو هیوادونو ته کډه کیدو ته مبجور کړي دي. د ایران اسلامي جمهوریت هم په دې اوږدې مودې کښې د څه باندې درې میلیونو افغانستاني کډوالو کوربه توب کړی او په خپلو ښارونو او کلو کښې یې ورته د اوسیدو او د کراره ژوند تیرولو اجازه ورکړې ده او د نورو هیوادونو په شان دلته په ایران کښې دیره افغانستاني مهاجر په کیمپونو کښې په اوسیدو مجبوره نه دي او دې عواملو د هغوي له هراړخیزې ودې سره مرسته کړې ده.

له هرات څخه د سیاسي مسائلو کارپوه جیلاني فرهاد په دې هکله باوري دی چې، ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغانستانیانو کوربه دی او د دغه هیواد خلک هم د دې کروبه توب قدردانه دي. ځکه چې د افغانستان خلک ځانونه په ایران کښې هیڅکله پردي نه احساسوي او د تهران او کابل ترمینځ اړیکو د پراختیا لپاره تل زرین فرصتونه شته دي.

په هر حال، د ایران اسلامي جمهوریت باوري دی چې طالب ډله د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړولو سره نه یوازې په افغانستان کښې د صلحې او امنیت له ټینګښت سره مرسته کولې شي بلکې د ملي حکومت په جوړولو سره پردي او ترهګرې ډلې هم له افغانستان څخه د ځان لپاره کسان نه شي جذبولې.

پر دې سربیره د افغانستان د بدلونونو تاریخ ښودنه کوي چې یوازې حاکمیت او د قدرت انحصار پالنه یوه ماتې خوړلې تجربه ده او طالبانو ته نه دي پکار چې یوځل بیا په دغه لاره لاړ شي.

          /*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی