فرانسې د ایران پرضد چټي ادعاګانې تکرار کړې
فارس خبري اژانس وايي د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ان کلیر لګندر چې هیواد یې تل په اټومي خبرو کښې منفعل رول لوبولی دی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وروستي راپور ته په اشارې سره د ایران پرضد ادعاګانې تکرار کړې .
هغې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د وړمې ورځې راپور ډیر اندیښمنونکی وباله او ادعا یې وکړه راتلونکي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنه شورا باید ایران ته پریکنده پیغام واستوي .
د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې پرون په خبري کانفرنس کښې د اټومي تړون د اروپايي لورو هیوادونو د ژمنو خلاف ورزۍ کولو ته له اشارې پرته وویل ایران باید د وخت له ضایع کولو پرته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په وړاندې ټولو ژمنو ته ورستون شي او له دغه اژانس سره ملګرتیا له سره پیل کړي او د اټومي تړون په کامل ډول اجرا کولو ته ورستون شي .
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په تیرې چهارشنبې ورځ په نوي راپور کښې د ایران لخوا د اټومي تړون د خلاف ورزۍ کولو د ادعا په تکرارولوسره ادعا وکړه ایران د پاخو شویو یورانیمو ذخیرې زیاتې کړي دي .
د فرانسې لخوا د ایران ضد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د تهران پرضد د بایکاټونو د ختمولو لپاره په اټومي تړون کښې له پاتې لوروسره د ایران خبرې اترې ټاکل شوي ده چې د نوامبر د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه له سره پیل شي .