امریکا له روسیي سره په ارتباطاتو کي مشکلات ابنار کړي دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108648-امریکا_له_روسیي_سره_په_ارتباطاتو_کي_مشکلات_ابنار_کړي_دی
د روسیې او امریکا ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او جوزف بایډن  په جینوا کې د جون په غونډې کې  موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دسټراټژيک ثبات(یعني د ایټمي توغندیو او سټراټژيکو وسلو  دځاي په ځاي کولو په باب ) خبرې اترې بیرته پیل شي .   
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 21, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • امریکا له روسیي سره په ارتباطاتو کي مشکلات ابنار کړي دی

د روسیې او امریکا ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او جوزف بایډن  په جینوا کې د جون په غونډې کې  موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دسټراټژيک ثبات(یعني د ایټمي توغندیو او سټراټژيکو وسلو  دځاي په ځاي کولو په باب ) خبرې اترې بیرته پیل شي .   

ایرنا خبری اژانس راپور راکړ ،  د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  ووئیل ،  دروسیې او امریکا په اړیکو :ې ډير زیات مشکلات شته دي ، خو  له  دې سره سره ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټژيک ثبات  په باب دخبرواترو بهیر  هم دوام لري .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، میرمن زاخارووا  دې ته په اشارې سره چې  د روسیې او امریکا په اړیکو کې انبار شوي مشکلات امریکائي لوري رامینځةکړي دي ، ووئیل ،  له دغو مسئلو او تریوګلتیاؤ سره سره  د دواړو  هیوادونو ترمینځ دسټراټژيک ثبات خبرې  اترې دوام لري او  پکې ځیني مثبت ټکي هم شته دي .  

هغې  له امریکا سره د روسیې  داړیکو په باب دحقیقت پال نظر  غوښتنه وکړه او روښانه ئې کړه ،  د دواړو هیوادونو یوه بریا،  دهغو ورانکارو موخو لپاره  له ارتباطاتي  او اطلاعاتي  ټیکنالوجیو څخه په استفادې سره د مخالفت  دپریکړه لیک د مسودې وړاندې کول  چې  د دواړو هیوادونو  په وسیله  برابر شوی ، او په اکتوبر میاشت کې  د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ ته وړانډې شوی دی .