د چین رستوران په خیټو سړي بندیز ولګاوه
زمونږ خبریال وايي د چین یوه (۱) رستوران په یوه سړي چې ډیره زیاته ډوډۍ یې خوړله پاې بنده ولګوله .
ویل کیږي چې د چین دغه خیټو ښاریز په چانګشاه ښار کښې په یوه (1) رستوران کښې چیرې چې له خپلې مرضې سره د ډوډۍ د خوړلو اجازه شته هر ځل څو کلوګرامه غوښه(meat) او میګو (schrimp) خوړل چې له کبله یې د رستوران د مالک کاروبار ته تاوان رسید .
د چین دغه خیټو ښاریز چې «کانګ »نومیږي خبریالانو ته وویل چې د چانګشاه ښار د سمندري خواړو یوه (۱) رستوران په ماباندې بندیز لګولی دی .
د دغه چارې وجه دغه ښودل شوي ده چې هغه د یوه (۱) عادي سړي په پرتله زیاته ډوډۍ خوري .
د چین دغه سړي ومنله کله چې زه د لومړي ځل لپاره رستوران ته لاړم نو تقریبا یونیم کلوګرامه غوښه مو وخوړله او دوهم (۲) ځل چې رستوران ته لاړم نو درې نیم کلوګرامه میګو مو وخوړل او له دې وروسته رستوران په ما باندې بندیز ولګاوه .
د چین دغه ښاریز وویل زه داسې فکر کوم چې دا له ما سره یو له امتیاز څخه ډک چلند دی ځکه چې زه ډيره ډوډۍ خورم خو د رستوران مالک زما له خبرې منلو انکار کړی دی .