د جرمني د وایروس پېژندنی مرکز:
د کرونا وایروس نوې ډول ډېره خطرناکه ده
Nov 27, 2021 12:45 Asia/Kabul
د جرمني د وایروس پېژندني مدیر اعلان وکړ چي د کرونا نوې ډول چي په دې وروستیو کې په جنوبی افریقا کې پېژندل شوې ډېره خطرناکه او په وسلو سمبال دی.
په جرمني کې د وایروس پېژندني د موسسې مدیر فریدمن وبر رسنیو ته وویل چي د کرونا دغه نوې ډول تر ۳۰ زیات پروټیني څانګې لري.
د هغه په وېنا د کرونا دغه نوې ډول کولایشي په بدن کې د کرونا په ضد د جوړو شویو انټي باډی اثر شنډ کړي.
وبر هیله وښوده چي د کرونا دغه خطرناکه ډول ژر تر ژره په خپله ختمه شي.
د روغتیا نړیوالي ادارې د جمعي په ماښام په جنوبی افریقا کې د کرونا نوې ډول اندېښمنوونکی وباله او هغه ته یې د اومیکرون نوم ورکړ.
د راپورنو له مخې په بلجیم کې د دې ډول کرونا یو مورد پېژندل شوی دی.