ترکیې ته د افریقایي ښاریزو په سفر ممنوعیت ولګېده
Nov 27, 2021 12:48 Asia/Kabul
د ترکیې د روغتیایي چارو وزیر اعلان وکړ چي د کرونا د نوې ډول وایروس د امله پنځو افریقایي هیوادونو ته په تګ او راتګ بندیز لګېدلی دی.
د ترکیې د روغتیایي چارو وزیر په خپله ټوییټر پاڼه کې ولیکل چي د بوټسوانا، جنوبی افریقا، موزامبیک، نامبیا او زیمبابوې له هیوادونو سره هر ډول سمندري، هوایي او ځمکني تګ راتګ بند شوي دي.
هغه وویل چي دغه اقدام د کرونا وایروس د نوې ډول له خپراوی څخه د مخنیوی په موخه تر سره کیږي.
د روغتیا د نړیوالی ادارې له راپور سره سم، د کرونا دغه نوې ډول چي په لومړي ځل په افریقا کې لیدل شوې په ډېره چټکۍ سره خپرېدایشي او د واکسن په وړاندې یې مقاومت هم ناڅرګنده دی.