بلېنکن:
له برجامه وتل د امريکې د ګوښه کېدو سبب شول
د امريکې خارجه وزير پرون اعتراف وکړ چې دغه هېواد له برجام اېټمي موافقې څخه په وتلو سره ګوښې ته شوےدے.
آنتوني بلېنکن له روئيټر سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کښې له برجام اېټمي موافقې څخه د واشنګټن وتل يوه ستره تېروتنه وه وويل: دغه اقدام د امريکې د ګوښه کېدو سبب شوےدے.
له بلې خوا هغه په دغه مرکه کښې د ايران او برجام په اړه د واشنګټن د تل په څېر د زيات غوښتنو په تکرارولو سره ادعا وکړه، تهران د ويانا په خبرو اترو کښې جدي نه دے.
د سپينې ماڼې وياند جن ساکي هم په ويانا کښې د ايران او څلور جمع يو ډلې د خبرو اترو له ختمېدو وروسته د دې ادعا په بيانولو سره چې واشنګټن تل ډېپلومېټکې تګلارې ته هيله من دے وويل، د امريکې ولسمشر جوبائيډن برجام اېټمي موافقې ته د واشنګټن د ستنېدو کوشش کوي.