امریکا باید سوکه سوکه د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي
تسنیم خبري اژانس وايي د کړکیچ نړیوالې ډلې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا بایکاټونه به د افغانستان کمزوري خلکو ته نور تاوانونه هم ورسوي وویل دغه هیواد سوکه سوکه د افغانستان شتمنۍ په ازمایشي ډول ازادې کړي .
د کړکیچ نړیوالې ډلې وویل امریکا باید افغانستان ته د کنګل شویو شتمنیو په سوکه سوکه ډول د ورستنولو لپاره د شین څراغ د ښودلو په ترڅ کښې په ازمایشي ډول د پیسو یو (۱) قسط ازاد کړي .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا خزانې وزارت تیره اونۍ په یوې (۱) بیانیې کښې په واشنګټن کښې د خپلو کنګل شویو ډالرو د ازادولو لپاره د افغانستان غوښتنې ته په اشارې سره ویلي و چې امریکا شتمنیو ته د بایکاټ شویو کسانو او ادارو د لاسرسي مخه نیسي .
امریکا د روان میلادي کال د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا سمدستي وروسته د بشري حقوقو په پلمه د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې کومې چې کابولس (۱۰) میلیارډه ډالره اټکل شوي دي .