د حضرت زینب کبری(ص)نیکمرغه زوکړه دې پرټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي د د اسلام او کربلان دحماسې ددغې بزرګوارې بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا... دنیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وائي .
د جمادی الاول پنځمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر د یوې ګرانې لمسئ او د کربلا د حماسې بیرغوالې زینب کبری سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .
حضرت زینب سلام ا... علیها د په درستو وختونو کې د ظلم په خلاف او د درستو آزادي غواړو انسانانو لپاره د بیلګې او اسوې په توګه مطرح ده ، په دې خاطر چې په کربلا میدان کې د حضرت امام حسین علیه السلام ترڅنګ ئې له هغو منحرفو اومتحجرو سره کلکه مبارزه کړې چې د اسلام ددفاع په نامې سره ئې د کربلا غمیزه رامینځةکړه . له دغې غمیزې وروسته حضرت زینب بی بی او حضرت امام سجاد علیه السلام د کربلا دحماسې بیرغوال شول او پخپلو رزینو خطبو او ایشواکونو سره ئې نړۍ ته د کربلا دحماسې پيغام ورساوه او اوس د هغه مهال د طاغوت او ظالم واکمن یزید هیڅ نامه او نښه نشته او د شهیدانو دسردار امام حسین علیه السلام او د هغه دبزرګوار دوفادارو ملګرو نامه به تر قیامته ژوندئ او بیلګه وي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي د د اسلام او کربلان دحماسې ددغې بزرګوارې بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا... دنیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وائي .