په امريکا کې توپانونو کابو ۱۰۰ کسان وژلي دي
بل لور په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې هم د ورته توپان تاوانونه او مرګ ژوبله اړولی ده .
د امریکا کنټاکي ايالت والي انډي بېشير ويلي چې د توپان له امله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د مېفيلډ ښارګوټي د شمعې په يوه فابريکه کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو وېره ده.
ښاغلي بېشير په کنټاکي ايالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د امریکا بېلا بېلو ایالتونو کې زورورې بړبوکۍ داسې حال کې ګرځي چې ویل کېږي، الینویس کې د امازون په یوه زېرمتون کې یو شمېر کسان ایسار پاتې دي.
په ارکنساس ایالت کې د روغتیا پالانو یوه مرکز یوې برخې نړېدو له کبله یو کس وژل شوی او تر ۲۰ تنو پورې نور ایسار پاتې دي.
یو ځايي قاضي ماروین ډی ایسوشیټیډ خبري اژانس ته ویلي، دا ودانۍ یو نیم ساعت وروسته پرانیستل شوه او په وینا یې د بړبوکۍ له راتلو وروسته یو شمېر کسان د دې ودانۍ په ځمکتل کې پټ شوي وو.
بل لور چارواکي وايي، په الینویس سیمه کې د همدې زورورو بوړبوکیو له کبله د امازون شرکت زېرمتون ودانۍ ته زیان اوښتی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د زېرمتون چت نړېدو له کبله څومره زیان اوښتی، خو ځايي مرستندویانو په یوه فېسبوک پیغام کې دا ''د ډېر زیان اوښتو پېښه '' بللې ده.
ساره بیرمان وايي، ملګری یې تر اوسه تري تم دي. هغې رویټرز خبري اژانس ته وویل: ''له هغه سره وروستی ځل ماخوستن اته بجې وغږېدم، له هغه وروسته مې لیکلی پیغام ورته واستاوه، زېرمتون ته پر لار و، چې خپل ګاډی هلته ودروي، خو له هغه وروسته یې هېڅ معلومات نه لرم. ''
بل لور امازون شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، کوښښ کوي چې د وضعیت او زیان معلومات تر لاسه کړي.
په کینټکي ایالت کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی. ځايی پولیس وايي، بړبوکیو د ایالت په لوېدیځو برخو کې ډېر زیان اړولی.
بل لور په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې هم د ورته توپان تاوانونه او مرګ ژوبله اړولی ده .