چې خوب د راشي بالښت نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109730-چې_خوب_د_راشي_بالښت_نه_غواړي
زمونږ خبریال وايي په پښتو ژبې کښې ښکلی متل شته چې خوب دې راشي بالښت نه غواړي بیخي همداسې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 08:35 Asia/Kabul
  • چې خوب د راشي بالښت نه غواړي

زمونږ خبریال وايي په پښتو ژبې کښې ښکلی متل شته چې خوب دې راشي بالښت نه غواړي بیخي همداسې ده .

د هندوستان د یوه(۱) خصوصي او پرائیویټ هوايي چلند له ممبۍ څخه ابوظهبۍ ته د تلونکي الوتکې د سامان خیژلو سړی د الوتکې د سامانونو په برخه کښې د سامان شاته په ویده کیدا سره متحده عربي اماراتو ته ورسید .

د هندوستان دغه سامان خیژونکی سړی د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظهبۍ ته د رسیدا په وخت چې ویده وو بیخي روغ رمټ و .

د متحده عربي اماراتو چارواکي د ډاکټر په وسیله د هندوستان د دغه ښاریز طبي معاینه وکړه او هغه سم دم و .

وروسته یې هغه په همدغه الوتکې کښې د مسافر په توګه بیرته هندوستان ته واستوه .