کاناډا کښې د سترناکې معلمې اخراج کیدو ته د ایران غبرګون
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د کاناډا له حکومته وغوښتل چې په حکومتي ځایونو کښې په پردې او د مذهبي نښو په کارولو باندې د بندیز په لړ کښې د کیوبِک ایالت قانون ختم کړي.

کاظم غریب آبادي د یو ټویټ په خپرولو سره، د کاناډا د کیوبک صوبې په یو ښوونځي کښې د دریم کلاس د ایرانۍ معلمې فاطمه انوري د ایستل کیدو په غبرګون کښې د دغه هیواد له فیډرل حکومته وغوښتل چې په دغې دوسیې کښې دخالت وکړي.
غریب آبادي په خپل پيغام کښې ټینګار کړی چې، د میرمن انوري په ایستل کیدو باندې پراخو اعتراضونو او هغو خلکو ته په پاملرنې سره چې له دغه توکمپاله قانون سره مقابله کوي، د کاناډا فیډرل حکومت باید په دې پيښې کښې په دخالت سره، په حکومتي ځایونو کښې د ستر او نورو مذهبي نښو په استعمال باندې په بندیز لګولو کښې د دغې صوبې قانون لغو کړي.