بیزوګانې هم د اوښ کینه لري
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مهارشټرا صوبې کښې د ځنګلو ادارې د سپیو د وژونکو بیزو پرضد اقدام ترسره کولو سره دوې (۲) بیزوګانې نیولي دي . د ویلو ده چې د هندوستان په مهارشټرا صوبې کښې په بید نومې سیمه کښې یوه(۱) میاشت مخکې سپو(۱) د بیزوګانو یو(۱) بچی وژلی و .
د بیزوګانو یو(۱) بچی وژلی و .
بیزو د خپل بچي د غچ د اخیستلو لپاره تراوسه کابو دوه سوه کوتري ( د سپو بچیان ) وژلي دي .
یاده دې وي چې بیزوګانې کوتري یعني د سپو بچیان تښتوي او له لوړ ځاې څخه یې لاندې غورځوي چې ووژل شي .
د هندوستان په مهارشټرا صوبې کښې په بید سیمه کښې په «مجال» کلي کښې بیزو ګرځي راګرځي او کله چې کوتری وګوري نو هغه تښتوي او له لوړ ځاې څخه یې لاندې غورځوي .
په دغه سیمه کښې کابو پینځه زره (۵۰۰۰) خلک وسیږي .
د سیمې وسیدونکي وايي بیزو د خپل بچي د وژل کیدا انتقال په دومره سخت ډول اخلي چې اوس په ټوله سیمه کښې هیڅ کوتري یعني د سپو بچیان نشته .
خو اوس د هندوستان د ځنګلونو ادارې د بیزوګانو پرضد اقدامات پیل کړي دي او دوې (۲) بیزوګانې یې نیولي دي او هغه یې ناګپور سیمې ته وړي دي چې هغه ځنګل ته یوسي .