په اومیکرون ویروس د سائنوفارم واکسین د اغیزونو نتیجه راښکاره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110002-په_اومیکرون_ویروس_د_سائنوفارم_واکسین_د_اغیزونو_نتیجه_راښکاره_شوه
زمونږ خبریال وايي د چین ماهرانو په اومیکرون ویروس باندې د سائنوفارم واکسین د دریم(۳) ډوز د اغیزونو د نتیجو په اعلانولو سره وویل له لومړي تحقیق څخه معلومه شوي ده چې د سائنوفارم واکسین د دریم (۳) ډوز وهل هم خلک له اومیکرون ویروس څخه نشي ساتلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2021 09:39 Asia/Kabul
  • په اومیکرون ویروس د سائنوفارم واکسین د اغیزونو نتیجه راښکاره شوه

زمونږ خبریال وايي د چین ماهرانو په اومیکرون ویروس باندې د سائنوفارم واکسین د دریم(۳) ډوز د اغیزونو د نتیجو په اعلانولو سره وویل له لومړي تحقیق څخه معلومه شوي ده چې د سائنوفارم واکسین د دریم (۳) ډوز وهل هم خلک له اومیکرون ویروس څخه نشي ساتلی .

د چین د شنګهايي د جیاوټانګ پوهنتون او په ساري ناروغیو د تحقیق د ادارې په ګډې څيړنې او تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې د سائنو فارم واکسین دریم (۳) ډوز د اومیکرون ویروس پرضد د شل (۲۰) فیصده اینټي باډیز په برابرولو کښې مرسته کولای شي .

د چین ماهرانو وویل د کورونا د مخکې ډول په  پرتله په اومیکرون ویروس باندې د سائنو فارم واکسین اغیز کول ډیر کم دي او د دوهم (۲) ډوز له وهلو وروسته نهه (۹) میاشتې وروسته د دریم (۳) ډوز وهل هم زیاته ګټه نلري .

د چین ماهرانو وویل چې د اومیکرون ویروس د اغیز د کمولو لپاره د سائنو فارم واکسین اغیزونه تراوسه واضح نه دي خو له نتیجو معلومه شوي ده چې له دوهم (۲) ډوز وروسته نهه (۹) میاشتې بعد د بوسټر ډوز له وهلو وروسته یوازې شل (۲۰) فیصده اینټي باډیز جوړوي .

د چین د  سائینس پوهانو لخوا  د سائنو فارم واکسین په هکله د تحقیق په باره کښې نوموړي شرکت تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

د چین جوړ «سائنوفارم» او «سائنوویک» واکسینونه د ایران د پاکستان او د ډیرو اسیايي هیوادونو او مخ په ودې هیوادونو په شمول ډیرو خلکو ته وهل کیږي .

ویل کیږې چې له دې مخکې  سائنوفارم او سائنو ویک واکسینونو د کورونا په نورو ډولونو  باندې زیات اغیز نه درلود .

خو د چین دغو دوو (۲) شرکتونو د کورونا ډیلټا او د نورو ویروسونو له راتلو وروسته د خپلو واکسینونو د نوي کولو اشاره ورکړي ده .

د چین د ماهرانو لخوا د چین په واکسین باندې له تحقیق مخکې د امریکا  او د بریتانیا ماهرانو د موډرنا ، فایزر ، د جانسن اینډ جانسن او اسټرازینیکا واکسینونو په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو د نتیجو په هکله ویلي وو چې د نوموړیو واکسینونو دریم(۳) ډوز د اومیکرون ویروس د شدت په کمولو کښې مرسته کوي .

اومیکرون ویروس د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کښې د نوامبر د میاشتې په شپږویشتمه (۲۶) نیټه خپور شوی و او اوس د نړۍ ډیرو هیوادونو ته خپور شوی دی .

د امریکا د بریتانیا د جرمني ، د فرانسې ، ایرلینډ او د ډانمارک په شمول ډیرو هیوادونو له کرسمس څخه مخکې د نویو محدودیتونو د لګولو خبره کړي ده .

په پاکستان کښې هم د اومیکرون ویروس څو پیښې موندل شوي دي او په ایران کښې هم درې (۳) کسان چې له متحده عربي اماراتو راغلي وو په اومیکرون ویروس ککړ دي .

دغو دریو(۳) کسانو دغه ویروس له متحده عربي اماراتو څخه راوړی دی .

په هندوستان کښې هم تراوسه په دولسو (۱۲)صوبو کښې کابو دوه سوه(۲۰۰) کسان په اومیکرون ویروس ککړ شوي دي .

په بریتانیا کښې هم تراوسه په زرګونو کسان په اومیکرون ویروس ککړ شوي دي .