امریکا د برجام موافقې ته راستنېدا تر ټولو غوره انتخاب وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110008-امریکا_د_برجام_موافقې_ته_راستنېدا_تر_ټولو_غوره_انتخاب_وباله
د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د برجام د موافقې په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته د ټولو اړخونو راستنېدل تر ټولو غوره انتخاب دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2021 10:00 Asia/Kabul
  • امریکا د برجام موافقې ته راستنېدا تر ټولو غوره انتخاب وباله

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د برجام د موافقې په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته د ټولو اړخونو راستنېدل تر ټولو غوره انتخاب دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند (ند پرایس) په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د ایران د مذاکراتو په هکله په یوه خبري غونډه کې د ایران د ایټمي پروګرام په ضد د امریکې د ورانوونکو ادعاګانو په تکرارولو سره، د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ موافقه یو مهم او په زړه پوري ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو پرمختګ لږ وباله او ویې ویل چي اوس ټوله لوري د مصوبې په هکله یوه مشترک پوهي ته رسېدلې یو چي د ایټمي مذاکراتو اساس جوړوي، دغه مصوده تر دې دمه زموږ تر لاسه نه دي رسېدلي خو د مصودې د اجنډا په هکله مو معلومات تر لاسه کړي دي.

ند پرایس زیاته کړه: یاد پرمختګونه مثبت دي لیکن موږ بیرته د جون د میاشتې پړاو ته راګرځوي، اوس هم زیاتي چاري پاتي دي چي باید حل شي.

په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو اووم پړاو تر دریو اونیو خبرو اترو او د ایران د مقاومت سره سره له خپلو دریځو تر شا شوي نه دي خو راتلونکې خبري اترې به له هغه مصودې له مخي وي چي د ایران د غوښتنو په اساس تیاره شوې ده.

اروپایي لوري هم د یوې ګډي بیانیې په صادرولو سره په مذاکراتو کې له خپلو دریځونو څخه د تر شا کېدو په هکله په احتیاط سره اعتراف کړي او د خبرو اترو پرمختګ یې منلي دي.