چین په څلورو امریکایانو بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110036-چین_په_څلورو_امریکایانو_بندیزونه_ولګول
د چین د بهرنیو چارو وزارت څلور تنه امریکایان بایکاټ کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 04:15 Asia/Kabul
  • چین په څلورو امریکایانو بندیزونه ولګول

د چین د بهرنیو چارو وزارت څلور تنه امریکایان بایکاټ کړل

د چین د خارجه وزارت ویاند ژاؤ لیجیان پرون وویل: د بیجنګ خلاف د واشنګټن د یواړخیزو بندیزونو په ځواب کښې د امریکې د نړیوالې مذهبي آزادۍ په کمیشن پورې اړونده څلور امریکنیان یې بایکاټ کړي دي. هغه وویل چې په چین کښې د دغو کسانو شتمنۍ به کنګل شي.

دا بندیزونه د امریکې د هغو بایکاټونو غبرګون دی چې د ځینو چیني ارګانونو او کسانو خلاف لګیدلي دي. بایکاټ شوي څلور امریکایان به له دې وروسته چین، هانګ کانګ او ماکاؤ ته نه شي تلی.