لاریون کوونکو ته د ترکیې ولسمشر خبرداری
Jan 05, 2022 08:29 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر د دې هیواد مخالفو سیاسي ګونډونو ته د لاریون د نه کولو په هکله خبرداری ورکړ.
«رجب طیب اردوغان» مخالفو ګوندونو ته ګواښ کړي چي د لاریون د تر سره کولو په صورت کې به د ۲۰۱۶ میلادي کال د کودتاچیانو په څېر ورسره چلند وشي.
هغه د واکمن ګوند «عدالت او د پراختیا» په ناسته کې د اقتصادي بحران د امله په حکومت باندې د مخالفو سیاسي ګوندونو نیوکې بې ځایه او د عوامو د غولولو په لړ کې وبللې.
په دې وروستیو کې د ترکیې د «لیر» ارزښت راټیټ شوی دی، د توکو بیې د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه لوړي شوي دي.
د ترکیې خلګ د اقتصادي ناوړو حالاتو د امله څو ځلي مظاهرې کړي دي.
ټیګونه