د قزافستان حکومت له روسیي مرسته غوښتي ده
زمونږخبریال وايي د روسیې په مشرۍ یوې سیمه ییزې پوځي ټلوالې د قزاقستان د ولسمشر له غوښتنې وروسته دغه هېواد ته د سوله ساتو ځواکونو پر ور استولو هوکړه کړې ده.
د ټلوالې مشرتابه ویلي، د قزاقستان د ټیکاو لپاره به یې د ځواکونو دغه ګومارنه لنډمهالې وي چې مظاهره چیانو یې په پلازمېنه کې پرون د هوايي ډګر په ګډون ګڼې حکومتي ودانۍ لاندې کړې.
مظاهرې د سونګ توکود بیو د لوړېدو پر ضد پیل شوې وې، خو د قزاقستان ولسمشر مظاهره چیان له هېواده بهر روزل شوي ترهګر بللي دي.
د الماتا هوايي ډګر ته د قزاقي لاریونوالو په رسېدو د اعتراضونو بهیر دغه هیواد کې لا پراخ شو.
دجنجال اصلي خبره د تیلو په دغه بډای هېواد کې د سونګ توکو د بیو له لوړېدو سره تړلې خو اوس ورسره سیاسي لوري هم ور یوځای شوي.
په خونړیو تاوتریخوالو کې حکومتي سرچینو د اتو(8) امنیتي کسانو د وژل کېدو او سلګونو نورو کسانو د ژوبلې رپوټ ورکړی او بېړنی حالت یې اعلان کړی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمت توکایف په یوه پوځي مرکزه په وینا کې، لاریونوال د ترهګرو ملاتړ کوونکي بللي او ویلي یې دي لاریون وال د پیسو پر مټ دسیسې جوړوي.
ولسمشر د اعتراض کوونکو په څټ وهلو او سخت ځواب ژمنه کړې او دا یې د هېواد د تاریخ تورې شېبې یادې کړي.