قزاقستان؛ کړکېچ کې لسګونه کسان وژل شوي
قزاقستان کې امنیتي ځواکونه وايي، په مرکزي ښار الماتا کې یې د امنیت ټینګښت عملیاتو لړ کې لسګونه حکومت ضد بلواګر وژلي دي.
د ځايي پولیسو یوې ویاندې په خبره امنیتي ځواکونو له هغه وروسته عملیات پیل کړل، چې احتجاجیانو د پولیسو مرکزونو کنټرول ترلاسه کولو هڅه پیل کړه.
د مایع ګاز 'ایل پي جي ' بیو دوه برابره زیاتېدو په مخالفت کې د دې احتجاجونو لړ کې د امنیتي ځواکونو اته کسان له مخکې وژل شوي دي.
بل لور د قزاقستان ولسمشر په غوښتنه روسیه دې هېواد ته پوځیان استوي. دغه پوځیان به په قزاقستان کې چې له روسیې، بېلاروس، تاجکستان، قرغیزستان او ارمینیا سره یو ځای د امنیتي تړون (سي ایس ټي او) غړی هېواد دی، د 'ثبات ' رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
احتجاجونه د یکشنبې پر ورځ له هغه وروسته پیل شول، چې حکومت پر مایع ګازو د بیې ټاکلی حد لېرې کړ، چې ډېری خلک یې د تېلو په توګه په موټرو کې کاروي، خو دا احتجاجونه سیاسي اړخونه هم لري.
ولسمشر قاسم - جومرت توکایف بیا د نارامیو تور د (ترهګرو ډلو) پورې کوي، چې په خبره یې بهر کې روزل شوي دي.
نوموړي له دې مخکې د امنیت ټینګښت په پار بېړنیز حالت اعلان کړی، چې ګرځبندیز او د خلکو ګڼې ګوڼې یو ځای کېدو مخنیوي اقدامات هم پکې شامل دي