د جنورۍ شپږمه نیټه د امریکې لپاره ډیر عبرتونه لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې په کانګرس باندې د ټرمپ د پلویانو د حملې د کلیزې په ورځ څرګنده کړه: دغه پیشه د امریکې لپاره ډیر درسونه او عبرتونه لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې په کانګرس باندې د ټرمپ د پلویانو د حملې د کلیزې په ورځ څرګنده کړه: دغه پیشه د امریکې لپاره ډیر درسونه او عبرتونه لري
سعید خطیب زاده بیګا په خپل ټویټر ولیکل: د جنورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه نړۍ د هغه څه یوه وړه برخه ولیدله چې امریکا له لسیزو راهیسې نورو هیوادونو ته د هغې د صادرولو هڅه کوي.
د ایران د خارجه وزارت ویاندوي په دې خبرې سره چې له ټرمپ سره د نړۍ په ډیرو سیمو کښې د هغه د غیرقانوني ګړچار په وجه حساب کتاب نه دی شوی، زیاته کړه: په امریکا کښې د هرج و مرج رامینځته کیدل د اټکل وړ وو.
خطیب زاده د خپل ټویټ په پاې کښې ولیکل: د زمانې دستور دا دی چې څه کرې هغه به ریبې.
د ویلو ده چې د تیر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نیټه په داسې حال کښې چې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د جو بایډن د کامیابۍ د فاینل تایید لپاره د کانګرس ګډه غونډه روانه وه، د ټرمپ یوه ډله پلویان د هغه په بلنه، په یرغل سره د کانګرس ودانۍ ته ورننوتل.
په دغې پیښې کښې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور زخمي شول.