چین:
د امریکا بندیزونه افغانستان کې د بشري ناورین سبب شوي دي
Jan 12, 2022 04:08 Asia/Kabul
چین وایي امریکا دې د افغانستان په تړاو په خپلو تېروتنو پوهه شي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکا د نړیوالو قوانینو پرخلاف نه شي کولی پر افغانستان یو اړخیزو بندیزونو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په خبره امریکا ته په کار ده چې د افغانستان په اړه خپلې تېروتنې درک کړي او د دغه هېواد وګړو ته د ښه ژوند اجازه ورکړي. هغه وایي د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د ستر بشري ناورین سبب شوي دي او د دغه هېواد اقتصاد ته یې جدي خطرونه جوړ کړي دي.
چین وایي امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دغه هېواد پر وړاندې له خپلو ناوړه کړنو دې لاس واخلي.
ټیګونه