تاکایف د مختلفو هیوادونو له مشرانو سره صلاح مشورې وکړې
د قزاقستان ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر، د ابوظبۍ له ولیعهد، د هنګري له وزیراعظم او د بحرین له باچا سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې، د قزاقستان د حالاتو په هکله ورسره صلاح مشورې وکړې
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژامرت تاکایف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف، د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د هنګري له وزیراعظم ویکټر اوربان سره په خبرواترو کښې د قزاقستان اوسني حالات باثباته وبلل.
تاکایف په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې هم داشان مقابل لوري، قزاقستان ته د نظم او قانون د ستنولو لپاره د ترسره شویو اقداماتو څخه خبر کړل.
د دغه رپورټ له مخې د بهرنیو هیوادونو مشرانو هم له خپلې خوا هیله وښودله چې قزاقستان ته صلحه او ارامښت زرترزره ورستون شي.
د ګاډو د مایع ګیس د قیمت په زیاتیدو باندې په اعتراض کښې د قزاقستان د خلکو مظاهرې د جنورۍ له دویمې نیټې پيل شوې او دغه هیواد ته د سیمې د ځینو هیوادونو د ځواکونو له لیږل کیدو وروسته ډیرې زر په تاوتریخوالي بدلې شوې.